لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف: د پوځي تگ لارې پرځای امریکا دې طالبانو سره خبرې وکړي


صدر ټرمپ د افغانستان لپاره د خپل حکومت نوي تگ لاره تیره میاشت اعلان کړه چې زیاتره زور يي په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په زیاتولو او د وسله والو خلاف د جگړې په زیاتولو
صدر ټرمپ د افغانستان لپاره د خپل حکومت نوي تگ لاره تیره میاشت اعلان کړه چې زیاتره زور يي په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په زیاتولو او د وسله والو خلاف د جگړې په زیاتولو

د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف ویلي دي امریکا دې په افغانستان کې د پوځي تگ لارې پرځای د امن دپاره د سیمه ایز هیوادونو په ملاتړ د طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

د امریکې وال سټریټ جرنل نومې ورځپاڼې سره مرکه کې خواجه اصف وویل د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان دپاره په خپله نوي تگ لاره کې "پوځي دریځ" اختیار کړی دی چې د وړاندې څخه یې څه گټې نه دي ترلاسه کړي.

ورځپاڼه د خواجه اصف له قوله وايي "طالبانو سره خبرې به افغانستان ته امن راوړي."

" که چرې واشنگټن په سیمه کې د هغه هیوادونو سره کار وکړي چې په طالبانو نفود لري نو د طالبانو سره د امن د مذاکراتو انتظام کیدلی شي،" خواجه اصف وویل.

خواجه اصف وویل د صدر ټرمپ حکومت د افغانستان دپاره دداسې تگ لارې پیروي کوي چې د وړاندې څخه د ناکامۍ سره مخامخ شوي ده.

صدر ټرمپ د افغانستان لپاره د خپل حکومت نوي تگ لاره تیره میاشت اعلان کړه چې زیاتره زور يي په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په زیاتولو او د وسله والو خلاف د جگړې په زیاتولو و. ددې سره صدر ټرمپ په پاکستان هم غږ وکړو چې خپله خاوره دې د وسله والو پناه ځایونه او مرکزونه ختم کړي، که څه هم پاکستاني مامورین په هیواد کې د وسله والو د موجودگۍ خبره دروي.

څیړونکي وايي صدر ټرمپ به زر د طالبانو سره خبرو ته نه کښني او وړمبی به په طالبانو د فشار اچولو کوښښ کوي.

په دې اړه نورتفصیل د اسلام اباد نه د وي او ای ډیوه خبریال ارشدحسین رپورټ کې اوری شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:04 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG