لاس رسیدونکی لینک

ترهگرۍ خلاف جنگ او اقتصادي همکارۍ په اړه د امریکا او پاکستان مذاکرات


د امریکې د قامي سلامتیه مشیرې سوزن رائس اسلام آباد کې د وزیراعظم نواز شریف سره ترهگرۍ خلاف جنگ، اقتصادي همکارۍ او سېمه کې په موجوده حالاتو خبرې اترې کړې دي او د نوازشریف د دفتر نه جاري شوی بیان وايي میرمن رائس تندروۍ پرضد جگړه کې د پاکستان د قربانیو او کامیابیو ستائنه وکړه

د امریکې د قامي سلامتیه مشیرې سوزن رائس اسلام آباد کې د وزیراعظم نواز شریف سره ترهگرۍ خلاف جنگ، اقتصادي همکارۍ او سېمه کې په موجوده حالاتو خبرې اترې کړې دي او د نوازشریف د دفتر نه جاري شوی بیان وايي میرمن رائس تندروۍ پرضد جگړه کې د پاکستان د قربانیو او کامیابیو ستائنه وکړه.

نوازشریف سره د میرمن رائس د لیده کاته وړاندې، د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ویلي وو سوزن رائس به په افغانستان کې د سولي په لړ کې د پاکستان په کردار او د پاکستان او هندوستان په تعلقاتو کې د ورستي تاوتریخوالي په موضوع هم خبرې اترې کوي.

سټیټ ډپارټمنټ دا هم ویلي میرمن رائس به پاکستاني مامورینو سره په خصوصي توگه "پاکستان نه د خاورې نه د ترهگرۍ او د وسله والو" د حملو په اړه هم خبرې اترې کوي.

خو د وزیراعظم نوازشریف د دفتر نه جاري شوي بیان کې په واضحه توگه څه نه وو ویل شوي چې آیا په دغه موضوعاتو نواز شریف او میرمن رائس خبرې وکړې او که نا؟

مطبوعاتو ته د پاکستاني وزیراعظم ددفتر نه شائع شوی بیان وايي دواړو چارواکو په پراخه کچه موضوعاتو خبرې اترې وکړې چې پکې ددواړو هیوادونو تعلقات او سیمه کې موجوده حالات شامل وو.

نوازشریف وویل پاکستان امریکا سره په گڼ شمیر مدونو کې تعلقات لري چې پکې اقتصاد، ترهگرۍ خلاف جنگ او د دفاع په مدو کې همکاري د اهمیت وړ دي. هغه زیاته کړه چې امریکې سره د پاکستان تعلقات نه یوازې ددواړو هیوادونو بلکه کې د سېمې او د نړۍ په گټه دي.

نواز شریف وویل د اکتوبر په میاشت کې امریکې ته د هغه سفر به دپاکستان او امریکا په تعلقاتو کې نوره ژورتیا راولي.

نوازشریف سره ملاقات کې میرمن رائس د دفاع، اقتصاد او توانائي په مدونو کې د پاکستان او امریکې د همکارۍ اهمیت په ډاگه کړو. هغې وویل په دغه مدونو د دواړو هیوادونو تعلقات په مثبت ډگر روان دي.

سرکاري بیان وايي ترهگرۍ خلاف جگړه کې میرمن رائس پاکستان د قربانیو او د پاکستان د کامیابیو ستائنه وکړه.

نواز شریف سره د ملاقات وړاندې هغې قامي سلامتیه دپاره د وزیراعظم نوازشریف مشیر سرتاج عزیز سره هم ولیدل. ټاکل شوي ده چې میرمن رائس به د پاکستان فوجي مشر جنرل راحیل شریف سره هم ویني.

میرمن رائس د پاکستان دوره په داسې حال کې کړې ده چې افغانستان کې د ترهگرۍ د ورستۍ حملو په سر د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو کې تاوتریخوالی راپورته شوی دی. افغان مامورینو ددغه حملو الزام په پاکستان کې میشته وسله والو ډلو لگولی دی. پاکستان ددغه خبرو ردونه کړې ده.

بلخوا کشمیر کې د پاکستان او هندوستان په شریکه پوله د ډزو د ورستۍ پیښو په نتیجه کې د پاکستان او هندوستان تعلقات هم د تاو تریخوالي ښکار شوې دي.

XS
SM
MD
LG