لاس رسیدونکی لینک

د پاکستان په سېنېټ کې د امرېکا په نوې تگلاره ټکونه شوي دي


د امريکې د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن د پاکستان، افغانستان او هندوستان د سفر څخه په ستنېدلو ويلي وو پاکستان ته د دې ويلو دپاره تلی ؤ چې واشنګټن په سيمه کې د ترهګرۍ نوغی اوباسي او که پاکستان يې مرسته نه کوي نو امريکا به په بله لاره عمل وکړي

د پاکستان په سېنېټ کې د جنوبي ایشیا لپاره د امرېکې په نوې تگلاره او سيمه کې سوا شوو ډرون بریدونو باندې سختې نيوکې شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکې د سېنېټ په غونډه کې اوویل شو د امرېکې نوې تگ لاره په سيمه کې د امنيت لپاره خطر دی.

اخبار د سېنېټر تاج حېدر د خلې ليکي " صدر ډونلډ ټرمپ د دیوال جوړولو دلارې خلک وېشل غواړي." اخبار نه دي ليکلي د تقسيم څخه د سېنېټر مطلب څه ؤ. یو امکان دا کیدی شي چې د سېنېټر تاج حیدر اشاره د صدر ټرمپ د میکسیکو سره د امریکې په پوله د دیوال د جوړول منصوبې ته وه.

د پاکستان د سینېټ دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې امريکه پاکستان ته په ډاگه ويلي دي که د ترهگرۍ خلاف په جگړه کې ېې خپله تگ لاره بدله نه کړله نو پایلو سره مخ کیدای شي.

د پاکستان د سېنېټ په غونډه کې یو بل سینېټرسحر کامران ويلي دي د واشنگټن خپل مفادات دي او اسلام اباد له ددې مرسته نه دي کول پکار.

امريکه، افغانستان او هندوستان په پاکستان تور لگوي چې په خپله خاوره يې خطرناکه تر هگر ساتلي دي چې په افغانستان کې حملې کوي.

د امريکې د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن د پاکستان، افغانستان او هندوستان د سفر څخه په ستنېدلو ويلي وو پاکستان ته د دې ويلو دپاره تلی ؤ چې واشنګټن په سيمه کې د ترهګرۍ نوغی اوباسي او که پاکستان يې مرسته نه کوي نو امريکا به په بله لاره عمل وکړي.

نوموړي ویلي وو "دا گواښ نه دې بلکې حقيقت دی چې امريکا د ځمکنو حالاتو سره مقابله کول غواړي"

نوموړي ويلي پاکستان ته يې ويلي امریکا به د سویلي اسيا لپاره نوې تگ لاره باندې د اسلام اباد د مرستې کولو او نه کولو دواړو حالاتو کې عمل کوي.

ټېلرسن ويلي وو د پاکستان او امريکا د اوږدې مودې اړیکې دي خو د ترهګرۍ د نوغي ويستو لپاره پاکستان ته خپله زياته برخه اچول وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د پاکستان سېنېټ ته تېره اونۍ په یوه بیان کې وویل پاکستان دې ته چمتو دی چې په افغانستان کې له ا مریکا سره مرسته وکړي خو د هیڅ هېواد په اشارو به ونه لوبیږي.

XS
SM
MD
LG