لاس رسیدونکی لینک

کلیفورینا په وژنو کې ککړې ښځې پاکستانی پاسپورټ لرلو، پولیس وايي


سید رضوان فاروق په شکاگوښار کې زیږیدلی او مور او پلار د پاکستان نه راغلې وو. د هغه میرمن تاشفین ملک پاکستان نه د چنغلې په ویزه امریکې ته راغلې وه

د امریکې د کلیفورنیا ریاست په سین برنډینو ښار کې د ١۴ کسانو په وژلو کې د ککړو مسلح حمله کونکو شناخت د سید رضوان فاروق او د هغه میرمنې شناخت د تاشفین ملک په نومونو کړی دی. دواړه پولیس سره د ډزو په تبادله کې وژل شوې دي.

سید رضوان فاروق او د هغه ښځې د شورو، چارشنبې، په ورځ سین برنډینو کې د معزورانو په یو مرکز کې ناتاره ډزې وکړې چې په نتیجه کې يي ١۴ کسان وژلی شول او ٢١ نور زخمیان شول.

سید رضوان فاروق په شکاگوښار کې زیږیدلی او مور او پلار د پاکستان نه راغلې وو. د هغه میرمن تاشفین ملک پاکستان نه د چنغلې په ویزه امریکې ته راغلې وه.

تفتیش کونکې ددې پوښتنې ځواب لټوي چې دوي دغه حمله په څه مقصد کړې ده؟

صدر براک اوباما ویلي د پیښې د وجوهاتو معلومولو هر ممکن کوښښ به کولی شي. د امریکې د تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي مامورین وايي پیښه کې د ترهگرۍ امکان نشې ردولی. خو داسې امکان هم څرگندولی شي چې گنې واقعه د کار په ځائې کې د جگړې په نتیجه رامینځته شوي.

د سین برنډینو د پولیسو مشر جیروډ بورگن ویلي ښېځ او خاوند په حمله کې ٧٥ گولۍ وچلولې. د پیښې په ځائې کې درې ناچلیدلې بمونه هم وموندلی شول چې د لوبو په موټر کې پټ کړی شوي وو.

پولیس وايي د حمله کونکو د کور نه ١٢ دیسې بمونه، د بمونو جوړولو مواد او په زرگونو گولۍ ترلاسه شوي دي.

د لاس اینجلس د ایف بي ای مشر ډیوډ باوډچ وايي که د سین برنډینو د پښې په شا محرکات هر څه وي خو دا خبره څرگنده ده چې ددې دپاره منصوبه تیاره کړی شوي وه. هغه وویل تفتیش کونکو د ښځې او د سړې الیکټرانک الات په قبضه کې اخیستې دي.

XS
SM
MD
LG