لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکائي سفارتکاره رابن رافیل او په هغې پاکستان دپاره د جاسوسۍ الزام


میرمن رابن رافیل د پاکستان د خارجه چارو مشیر سرتاج عزیز سره اسلام آباد کې د کال ٢٠١۴ د اکتوبر د میاشت د یو ملاقات په مهال.
میرمن رابن رافیل د پاکستان د خارجه چارو مشیر سرتاج عزیز سره اسلام آباد کې د کال ٢٠١۴ د اکتوبر د میاشت د یو ملاقات په مهال.

د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼه وايي د پخوانۍ سفیرې رابن رافیل خلاف پاکستان دپاره د جاسوسۍ کیس کمزوری ښکاري او ممکنه ده چې اوس په هغې خپل کور کې د خفیه دستاویزاتو ساتلو نسبتاً نرم الزامات ولگولی شي.

تیر کال د خزان په موسم کې د وفاقي تحقیقاتې ادارې مامورینو میرمن رافیل په کور او دفتر چاپې وهلې.

نیویارک ټائمز وايي د چاپو هدف د پخوانۍ سفیرې خلاف د ثبوتونو لټول وو خو اوس داسې ښکاري چې گني د ورځپاڼې په قول د رابن رافیل خلاف روانو تحقیقاتو نه هوا وتلې ده.

ورځپاڼه وايي د انصاف وزارت دې خبرې ته کتنه کوي چې آیا په رابن رافیل خپل کور کې د خفیه سرکاري دستاویزاتو ساتلو مقدمه وچلولی شي او که نا؟ چې د جاسوسۍ په مقابله کې نسبتاً کمه سنگینه مسله ده.

ورځپاڼه وايي میرمن رافیل حکومت سره مذاکراتو کې د خپل دریز دفاع کړې ده او د جرم منلو په بدل کې د کمې سزا دپاره د مفاهمت وړاندیزونه يي رد کړې دي چې د امریکې په قانوني ژبه کې ورته plea deal پلي ډیل وايي چې پکې که چرې ملزم خپل جرم منلو ته غاړ کښېدي نو په بدل کې ورته نسبتاً نرمه سزا ورکړی شي.

نیویارک ټائمز وايي د میرمن رافیل کیس د امریکې او پاکستان د کړکیچنو تعلقاتو طوفان په مخه اخیستی دی. نیویارک ټائمز وايي میرمن رافیل د یوې ماهرې سفارتکارې په توگه پاکستان سره د امریکې د تعلقاتو سر سڼی برابرولو کې مرکزي کردار ادا کړی دی او سره ددې چې د هغې همکاران ترهگرۍ خلاف د اسلام اباد د تگ لارې په درغلۍ ناخوښه وو خو هغې د پاکستاني چارواکو سره نزدې تعلقات برابر ساتلي وو.

نیویارک ټائمز وايي هم په دې تناظر کې د میرمن رافیل په اړه تحقیقات د نړي والې سفارتکارۍ گنگه خړې وچیړلې چې پکې سفارتکاران د اثرورسوخ او د ورکړه راکړه په بنیاد حساس معلومات شریکوي او د داسې قسمه معلوماتو ترلاسه کولو کوښښ کوي. رپورټ وايي ځېنې تحقیق کارانو د میرمن رافیل تعلقاتو ته د شک په نظر کتل.

دغه شک د تحقیق شکل هغه وخت واخیستلو کله چې د یو پاکستاني حکومتي چارواکې سره د رابن رافیل خبرې اترې په خفیه توگه واوریدلی شوې. میرمن رافیل په دغه وخت کې د امریکې سیټی ډپارټمنټ یا خارجه وزارت کې د یوې مشاورې په توگه کار کولو. نیویارک ټائمز وايي پاکستاني افسر سره د رابن رافیل د خبرو نه دا اندازه واخیستلی شوه چې گني هغه پاکستان ته خفیه معلومات ورکوي. ورځپاڼه وايي دا نه ده معلومه چې د میرمن رافیل خبرو ته ولې غوږ ایښودی شوی وو خو امریکا په عام معمول کې د خارجي مامورینو ټیلې فونونه اوري او ایمیلې يي لولې.

میرمن رافیل خپله پیشه ورانه ژوند د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي اي سره کار نه شورو کړی دی. بیا هغه سیټیټ ډپارټمنټ ته لاړه او د ١٩٧٠ په لسیزه کې اسلام اباد ته د سفارتکارې په توگه ولیږلی شوه. هم په دې دوران کې د هغې ملاقات او واده د ارنلډ رافیل سره وشو. ارنلډ رافیل خپله هم سفارتکار وو. په کال ١٩٨٨ کې ارنلډ رافیل چې پاکستان کې د امریکا سفیر وو او رابن سره يي واده په طلاق ختم شوی وو، د صدر ضیاالحق سره په جهاز کې په چاودنه کې ووژلی شو.

میرمن رافیل واشنگټن کې د پاکستان او افغانستان د چارو ماهره گڼلی کیږي او د امریکې او پاکستان د تعلقاتو خواږه تراخه يي د سترگونه تیر شوي دي. هغې ولیدل چې پاکستان د سوړ جنگ د زمانې یو نزدې ملگری او بیا د ١١/٩ د حملو نه ورسته د یو حریف ښکل واخیستلو.

نیویارک ټائمز وايي په داسې حال کې چې د امریکې او پاکستان تعلقات د تاوتریخوالي ښکار شوې، د رابن رافیل شمیره د امریکې حکومت د هغه اعلا چارواکو په صف کې کیده چې د پاکستان خواخوږي گڼلی کیږي.

رابن رافیل اسلام آباد کې د امریکې په سفارتخانه کې د امریکائي امداد مسوله وه چې ایف بي ايي د هغې خلاف پلټنې شورو کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG