لاس رسیدونکی لینک

عمران خان پاکستان کې د امریکی د لاس وهنې دعوه او امریکا يي ردونه


اسلام آباد کې د امریکې سفیر رچرډ اولسن

اسلام آباد کې د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک د حکومت خلاف احتجاجونو په هکله د امریکې سفارتخانه وايي مظاهرو ته د نزدې نه کتنه کوي او د مسلې په ټولو فریقینو غږ کوي چې تشدد نه دې ډډه وکړي او د قانون احترام دې وکړي.

د سفارتخانې بیان وايي "د امریکې دا کلک یقین دی چې ټول گوندونه دې د پرامنه مذاکراتو دلارې اختلافات ختمولو دپاره په شریکه کار وکړي چې دا رنگ د پاکستان جمهوري ادارې او د قانون احترام مظبوط کړی شي."

"تشدد او د شخصي او حکومتي ودانو تباهي د سیاسي اختلافاتو حل کولو د قبلولو وړ لاره نه ده او مونږ سیاسي نظام کې تبدیلۍ دپاره د ائین نه بالا کوششونو سخت مخالفت کوو."

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان چې اسلام آباد کې يي په سلگونو پلویان د پارلیمنټ بهر ناست دي او د وزیراعظم نوازشریف د استعفا غوښتنه کوي، د امریکې سفارتخانې بیان يي رد کړو.

پلویانو ته په جذباتي تقریر کې عمران وویل امریکا په پاکستان کې مداخلت کوي او سفارتخانه دي په خپل بیان نظر ثاني وکړي.

خو د امریکې سفارتخانې پاکستان کې د لاس وهنې خبره رد کړې ده.

"امریکا په دې (سیاسي) عمل او نه د گوندونو ترمنځ خبرو اترو کې په هیڅ شکل کې هم نه ده ککړه. ددې پرضد تاثر غلط دی او د گوندونو ترمنځ د مذاکراتو څه مرسته نه کوي."

XS
SM
MD
LG