لاس رسیدونکی لینک

قبائیلي سېمو اوبلوچستان کې صحافیانو ته دې په ازاده توگه د کار حق ورکړی شي

  • افتخارحسېن

هغه وايي "حکومت ته نه دي پکار چې دغه مشکلات او خطرات دې د معلوماتو په خوریدو قدغن دپاره استعمال کړي." هغه وویل داسې سېمې دې ونه ساتلی شي چرته چې تگ نشې کیدی

دریمه مۍ نړۍ کې د صحافت د ازادۍ نړې والې ورځ په توگه نمانځلی کیږي او په دې مناسبت د امریکې یو چارواکې ویلي د پاکستان په قبائیلي سېمو او بلوچستان صوبه کې دې صحافیانو ته په ازاده توگه د کار کولو حق ورکړی چي دا رنگ د هغه د حالاتو ته دنیا په صحیح توگه خبر شي.

د وي او ای ډیوه سره خصوصي مرکه کې د عامو تعلقاتو دپاره د امریکې نائب سیکریټري ډگ فرېنټز وویل خبریالانو او د انسانی حقوقو کارکونکو دپاره په قبائیلي سېمې او بلوچستان کې کار کول ډیر گران دي.

خو هغه وايي "حکومت ته نه دي پکار چې دغه مشکلات او خطرات دې د معلوماتو په خوریدو قدغن دپاره استعمال کړي." هغه وویل داسې سېمې دې ونه ساتلی شي چرته چې تگ نشې کیدی.

پاکستان کې د کال ٢٠١٢ راهسې په یو ټیوب د پابندۍ په هکله ډگ فرینز وویل داعش دلاسه د نیول شوو کسانو د سرونو قلم کیدو وډیوگان چې په یو ټیوب خورول کیږي، امریکا کې تشویش پیدا کوي خو ددې باوجود هم امرېکې په یوټیوب پابندي نه ده لگولې.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون یا بلیسفمي لاز په اړه ډگ فرېنټز وویل د پاکستان قانون سازانو ته پکار دي چې دغه قانون ته بیا کتنه وکړي او وگوري چې ایا دا د هیواد د جمهوريت سره سمی خوري او که نه.

XS
SM
MD
LG