لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لېري پرېسلر وايي، پاکستان د شمالي کوریا نه زیات خطرناک هېواد دی


لېري پرېسلر د امریکا د پارلمان هاغه نامتو پخوانی غړی دی چې په ۱۹۸۵ کې یې پاکستان ته د امریکا پوځي مرستې د پاکستان د اټومي بم د نه جوړولو سره مشروط کړې وې
لېري پرېسلر د امریکا د پارلمان هاغه نامتو پخوانی غړی دی چې په ۱۹۸۵ کې یې پاکستان ته د امریکا پوځي مرستې د پاکستان د اټومي بم د نه جوړولو سره مشروط کړې وې

د امریکا پخوانی د کانګرس غړی لېري پرېسلر وايي، پاکستان د شمالي کوریا نه زیات خطرناک هېواد دی.

د واشنګټن ډي سي په هډسن انسټیټیوټ کې د خبرو په وخت لیرې لېري پرېسلر وویل:

(پاکستان ځکه خطرناک دی چې د اټومي وسلو کوم مرکزي نظام نه لري او که پنځه، شپږ جنرالان وغواړي نو اټومي وسله کارولی شي.)

لېري پرېسلر د امریکا د پارلمان هاغه نامتو پخوانی غړی دی چې په ۱۹۸۵ کې یې پاکستان ته د امریکا پوځي مرستې د پاکستان د اټومي بم د نه جوړولو سره مشروط کړې وې.

لېري پرېسلر وايي، یو بل دلیل چې پاکستان له شمالي کوریا څخه زیات خطرناک دی، هغه دادی چې د پاکستان اټومي وسلې د شمالي کوریا په پرتله امریکا ته په اسانۍ لیږدول کیدای شي.

نوموړي زیاته کړه چې دده د اتیایمې لسیزې مشهور قانون پرېسلر امینډمینټ، ځکه د پاکستان د اټومي وسلو جوړولو مخنیوي ونه کړای شو چې دغه قانون په سمه او پوره توګه عملي نه کړای شو.

لېري پرېسلر وړاندې وویل چې پاکستاني چارواکو به د امریکا کانګرس ته په خپلو خبرو کې د اټومي پروګرام په اړه دروغ ویل.

هغه وویل چې بې نظیر بوټو په خپل لومړي حکومت کې هم امریکایانو ته دا دروغ ویلي وه چې ګواکې دوی اټومي وسلې نه جوړوي.

لېري پرېسلر وویل، د پاکستان مخالفه نه دی خو د هند په مقابل کې پاکستان د خپل اټومي پروګرام په اړه امریکا تل په تیاره کې ساتلې او له همدې امله د پاکستان په اړه زیات اندېښمن دی.

لېري پرېسلر پدې ورستیو کې د اټومي وسلو د مخنیوي پر مسلې د نیبرز ان ارمز (ګاونډیان وسله په لاس) په نامه یو کتاب هم لیکلی دی.

ددې کتاب مهم ټکي د هند او پاکستان د اټومي وسلو د ترلاسه کولو او پدې برخه کې په خپلو کې د سیالۍ او دې ته د امریکا په ځواب باندې څرخي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG