لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د امریکائي ځواکونو مشر د پاکستان په سفر


افغانستان کې میشته د امریکائي ځواکونو مشر جنرل جان کیمپبیل د پاکستان د سفر په مهال د پاکستان فوج مشر جنرل راحیل شریف سره لیده وکړل او په افغانستان کې د امن په بهیر يي خبرې اترې وکړي
افغانستان کې میشته د امریکائي ځواکونو مشر جنرل جان کیمپبیل د پاکستان د سفر په مهال د پاکستان فوج مشر جنرل راحیل شریف سره لیده وکړل او په افغانستان کې د امن په بهیر يي خبرې اترې وکړي

افغانستان کې میشته د امریکائي ځواکونو مشر جنرل جان کیمپبیل د پاکستان د سفر په مهال د پاکستان فوج مشر جنرل راحیل شریف سره لیده وکړل او په افغانستان کې د امن په بهیر يي خبرې اترې وکړي.

د پاکستان فوج د عامو تعلقاتو څانگې اي ایس پي ار په ویب پاڼه بیان وايي جنرل کیمپبیل او جنرل راحیل د سیمې د امنیت او په خصوصي په افغانستان کې د مفاهمت په موضوع غور وکړو.

د اي ایس پې ار په بیان کې نور څه تفصیل نه دی ورکړی شوی.

په افغانستان کې د امن په موضوع د پاکستاني او امریکائي عسکري مامورینو خبرې اترې په داسې کې شوي چې طالبانو د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د حملو دعوې کړې دې.

کابل سره نزدې د باگرام په فوجي مرکز کې د طالبانو په ځانمرگي حمله کې د نیټو شپږ عسکر وژل شوي دي.

او د افغانستان کې په جنوبي هلمند ولایت کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو په مینځ کې هم په تیرو څو ورځو کې خونړي جنگونه شوې دي.

دا میاشت د پاکستان سرښار اسلام آباد کې د افغانستان کې د امن په موضوع د هارټ اف ایشیا یا د ایشیا زړه په نوم یوه غونډه وشوه چې پکې افغان صدر اشرف غني او نورو لوړ رتبه افغان مامورینو شرکت وکړو. د غونډې په موقع پاکستان د افغان حکومت او د طالبانو ترمینځ د امن مذاکراتو په بیا شورو کولو د مرستې وړاندیز وکړو.

د گل، دوشنبې، په ورځ پاکستاني مطبوعاتو د سفارتي سرچینو له قوله ویلي د پاکستان، امریکا، چین او افغان استازو په غریتوب یوه کمیټي جوړه کړی شوي ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ به د خبرو اترو بهیر د بیا پیل کولو کوښښووه کوي.

سږ کال د جولائي په میاشت کې پاکستان د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د نیغ په نیغه مذاکراتو کوربه توب وکړو خو د خبرو اترو دغه لړۍ طالبانو د مشرملامحمد عمر د مرگ د خبرو په ن تیجه کې د ځنډ ښکار شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG