لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهگرۍ پرضد د جگړې په موضوع د امریکا او د پاکستان خبرې اترې وشوې


د امریکې ددفاع وزیر جم مېټس د پاکستان سفر
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:20 0:00

د امریکې ددفاع وزیر جم مېټس د پاکستان سفر

د امریکې ددفاع وزیر جم مېټس د گل، دوشنبې، په ورځ په اسلام آباد کې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د نورو پاکستاني مامورینو سره د ترهگرۍ پرضد جگړې په موضوع خبرې اترې وکړې او وې ویل دواړو هیوادونو ته پکار دي چې په سېمه کې د ترهگرۍ د ختمولو لپاره خپله همکاري نوره هم ژوره کړي.

ښاغلي مېټس د پاکستان سفر په داسې مهال وکړو چې یوه ورځ وړاندې د امریکې د استخباراتي ادارې مشر مایک پېم پی یو وویل که چرې پاکستان په خپله خاوره موجود د وسله والو پناه ځایونو خلاف څه اقدامات ونکړل نو امریکا به یې وکړي.

د جم مېټس اسلام آباد ته د تگ نه یوه ورځ وړاندې د امریکې د څیړنې یوې ادارې په غونډه کې ښاغلي پېم پی یو وویل چې امریکې ددفاع وزیر به پاکستاني مامورینو ته د صدر ډانلډ ټرمپ دا پیغام رسوي چې غوره لار به دا وي چې پاکستان په خپله رضا په خپله خاوره د وسله والو پټن ځایونه ختم کړي.

څیړنکاران وايي د پاکستان په اړه د سي ايي ای د مشر دغه ډیرې سختې خبرې دي او ښکاره کوي چې امریکا په پاکستان فشار زیاتول غواړي.

خو د شاهد خاقان عباسي او د نورو پاکستاني مامورینو سره د جم مېټس د لیده کاته په اړه د حکومتي اعلاميي نه داسې څه ښکاره نه شوه چې گنې امریکايي وزیر لکه د مایک پېم پی یو د وینا په رنگ پاکستان ته سخت پېغام ورکړو.

بیان وايي جم مېټس د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د پاکستان د کوښښونه ستاینه وکړه او ددې خبرې په اهمیت یې زور واچولو چې په د افغانستان او پاکستان په سېمه کې ترهگرۍ د ختمولو دپاره امریکا او پاکستان باید چې خپله همکاري نوره هم ژوره کړي.

بیان وايي وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم ددې خبرې سره اتفاق وکړو چې په افغانستان کې ثبات او امن د امریکا او د پاکستان دواړو په مشترکه مفاد کې خبره ده.

شاهد خاقان عباسي دا هم وویل چې د هر چا نه زیات پاکستان په افغانستان کې د امن او سولي خواهش لري.

که پاکستاني مامورین وايي افغانستان کې د امن خواهش مند دي، افغان مامورین وايي د هیواد امن ته خطر په پاکستان کې میشته د وسله والو پناه ځایونه څخه راولاړیږي.

امریکايي او افغان مامورین د ډیر وخت راهسې وايي چې د افغان طالبانو مشران او د طالبانو حقاني ډله په پاکستان کې میشته دي او د هلته څخه په افغانستان کې د حملو سازشونه کوي. پاکستان دا خبره ردوي.

د افغانستان او په عمومي توگه د جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت نوي تگ لار د اعلانولو په وخت صدر ټرمپ په واضحه ټکو کې په پاکستان غږ کړی و چې د وسله والو د حمایت پخوانی دریځ دې پریږدي او طالبانو د مذاکراتو مېز ته په راوستلو کې دې خپل کردار ادا کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG