لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي له پاکستان سره د خبرو اترو اخري موقع پاتې ده


د امریکې دفاع وزیر جم مېټس
د امریکې دفاع وزیر جم مېټس

د امریکا ددفاع وزیر جیم مېټس وايي پاکستان ته په افغانستان کې د امریکا د سټراتیژۍ د کامیابۍ لپاره یوه وروستۍ موقع ورکوي خو که هڅې يې ناکامه شي نو بیا صدر ټرمپ ټولو ګامونو اخیستلو ته تیار دی.

د سنیټ پوځي چارو کمیټې ته د یوې اورونې په وخت جیم میټیس وویل چې په پاکستان د فشار راوړلو لپاره د ایتلافي هېوادونو مرسته ورسره ده او د امریکا د حکومت ټولې ادارې او طاقت به د پاکستان مجبورولو لپاره وه کاروي.

د سنیټرانو ددغو پوښتنو په ځواب کې چې د پاکستان پرضد امریکا سره په پاکستان د فشار راوړولو کومې لارې دي جیمز مټیس وویل په ډپلوماټیکي توګه پاکستان یواځې کولای شي، د نړیوالو مالي ادارو څخه پورونو اخیستو کې ورته شرایط سخت کولای شي او د امریکا مرستې هم مشروطې کولای شي.

همدې اورونې ته د امریکا د ګډو ځواکونو د کمیټې مشر جنرال جوزف ډنفورډ وویل چې دا ښکاره خبره ده چې د پاکستان استخباراتي اداره (آی اس آی) له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

د امریکا دوو سترو دفاعي چارواکو دغه خبرې پداسې حال کې کړیدي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په واشنګټن کې د امریکايي چارواکو سره لیده کاته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټیلرسن سره د لیدنې وروسته خواجه اصف ویلي چې له امریکا سره په اړیکو کې پرمختګ شوی او دوی ورته خپل دریځ روښانه کړی.

د پاکستان دفاع وزیر خورم دستګیر دامریکا غږ اردو څانګې ته ویلي چې که امریکا غواړي له پاکستان څخه د افغانستان د قربانۍ ګډوری جوړ کړي نو دا به ورسره وه نه مني.

څېړونکي پوښتي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو پریکړو کې څومره خپلواک دی ځکه چې د امریکا سره اړیکې د پاکستان پوځ ټاکي نه د پاکستان ملکي چارواکي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG