لاس رسیدونکی لینک

پاکستان د صحافت لپاره د نړۍ خطرناک هیواد


د امریکې د خارجه وزارت د عامو تعلقاتو نائب سیکریټري ډگ فرانیز وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خصوصي مرکه کې وزیراعظم نواز شریف ستائنه وکړه چې صحافیانو د تحفظ لپاره يي یوه کمیټي قائم کړه
پاکستان صحافیانو لپاره د نړۍ د خطرناکو هیوادونه څخه یو دی، دا خبره د امریکې د خارجه وزارت د عامو تعلقاتو نائب سیکریټري ډگ فرانیز وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خصوصي مرکه کې کړې ده.
ښاغلی ډگ چې پاکستان کې د یو صحافي په توگه څو کاله تیر کړې دي، وايي پاکستان کې صحافیان د گڼ شمیر خطراتو سره مخ دي چې د قبلولو وړ خبره نه ده.
هغه وايي پاکستاني صحافیان چې د خپل ځانونو لپاره خطرات کمول غواړي، باید په بې طرفه ډول بغیر د پرې جمبې خپله دنده ترسره کړي او د کومې ډلې طرفداري وو نه کړي.
ښاغلي ډگ وویل "افغان او پاکستاني صحافیانو په مختلفو پړاونو د گواښونو سره مخ دي او په ځېنې وختونو کې ددې گواښونو زیلې حکومتي ادارو ته رسیدلې وي چې د قبلولو وړ خبره نه ده."
پاکستان کې خبریالانو ته د ورپیښو خطراتو د خپلې مشاهدې نه یو مثال ورکولو په ترڅ کې ښاغلي ډگ وویل د هغه ملگري او پاکستان کې د نیویارک ټائمز پخواني خبریال پیر زبیر شاه ته د پاکستاني ایجنسو لخوا وویل شوي وو چې هیواد نه دې لاړ شي.
ډگ فرانز په خبریال حامد میر او رضا رومي د حملو غندنه وکړه. هغه وویل پکار ده چې څوک نه څوک ددې حملو ذمه وار ووگرځولی شي.
هغه د وزیراعظم نواز شریف ستائنه وکړه چې صحافیانو د تحفظ لپاره يي یوه کمیټي قائم کړه.
پاکستان کې په انټرنیټ د ویډیو شریکولو ویب پاڼې یو ټیوب باندې د پابندۍ په هکله ډگ فرانز وویل "کله چې یو حکومت په ټیکنالوجۍ پابندي لگوي نو خپله کمزوري په گوته کوي."
پاکستان کې د صحافت د ازادۍ او خبریالانو ته د ورپیښو مشکلاتو په هکله د فریډم هاوس نومې ادارې ډائریکټرې کرینا کارلیکا وویل پاکستان کې داسې فضا جوړه ده چې هرڅوک په صحافیانو بغیر د څه ویرې حملې کولی شي او د قانون لاس به کله هم ور وو نه رسي.
"دا خبره خصوصي اندیښنې وړ وې کله چې د یوې حکومتي ایجنسۍ په هکله وویل شي چې پریس په نخښه کويو" هغې وویل.
کرینا کارلیکا د پاکستان په حکومت غږ وکړو چې د صحافیانو د وژل کیدو تحقیقات دې وکړي.
"ستا لپاره گولۍ خوښه کړی شوې ده" ددې عنوان د لاندې د انساني حقوقو نړي والې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل خپل ورستي رپورټ کې ویلي په تیرو شپږو کلونو کې پاکستان کې ٣۴ خبریالان وژل شوي دي. او د صحافت د ازادۍ نړي والې ادارې کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس سې پې جی ویلي کال ١٩٩٢ راهسې پاکستان کې ٥٦ صحافیان وژل شوي دي.

د ډگ فرانز او کرینا کارلیکا سره مرکو باندې جوړ رپورټ د ډیوه ریډیو خبریال رحمان بونیري په غږ کې دلته اوریدی شۍ:
XS
SM
MD
LG