لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر براک اوباما: خراسان ډله په نښه کړل شوې ده


شام کې د ايي ایس ایل خلاف د بمبارۍ په هکله خپل بیان کې پینټگان یا ددفاع وزارت وايي خراسان شام کې خپل پناه ځائې جوړ کړی دی چرته چې ډله د بمونو ازموئنه کوي او خپلو کاروائيو دپاره د غربي هیوادونو کسان برتي کوي
شام کې د ايي ایس ایل خلاف د بمبارۍ په هکله خپل بیان کې پینټگان یا ددفاع وزارت وايي خراسان شام کې خپل پناه ځائې جوړ کړی دی چرته چې ډله د بمونو ازموئنه کوي او خپلو کاروائيو دپاره د غربي هیوادونو کسان برتي کوي

د امریکې صدر براک اوباما او ددفاع وزارت پینټگان ویلي په شام کې په بیگاني هوائي بریدونو کې خراسان ډله هم په نښه کړل شوې ده.

ښاغلي اوباما د نهې په ورځ وویل: "امریکې او زمونږد اتحادیانو خلاف د حملو منصوبه سازي ناکامه کولو دپاره مونږ بیگه شپه د القاعده د تجربه کارو جنگیالو ډلې خراسان گروپ باندې هم حملې وکړی."

د امریکې د استخباراتې ادارې سي ايي ای یو پخوانی چارواکي مائیک موریل وايي خراسان ډله کې زیاتره پاکستانیان دي. "ددوي توجه په مغرب باندې حملې کول دي،" دا خبره ښاغلي موریل سې بې ایس ټیلې وژن سره یوه مرکه کې کړې ده.

د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو تجزیه کار اسماعیل خان په قول لښکر خراسان یا مجاهدین خراسان په نوم وسله والو شمالي وزیرستان کې فعالیت لرلو خو موجوده خراسان گروپ مختلفه ډله ده چې شام کې فعاله ده او مشري يي د قطر ٣٠ کلن شهري محسن الفاضلي په نوم کس کوي چې چیچنیا کې هم جنگیدلی او د بمونو جوړولو ماهر گڼلی کیږي. اسماعیل خان وايي خراسان گروپ شام کې د یمن، پاکستان او افغان وسله والو ډله ده.

خو ځېنې نور رپورټونه وايی خراسان په نوم ډله تحریک طالبان پاکستان په اتحاد کې شامله ډله وه چې مشري يي عمر خالد خراساني په نوم کس کوله. ویل کیږي د عمرخالد اصلي نوم عبدالولي مومند دی چې د مومندو قبائیلي سېمې سره تعلق لري. تیرکال د ډرون په حمله کې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود د مرگ ورسته عمر خالد خراساني هم د طالبانو د مشرۍ امیدوار وو خو قرعه د ملا فضل الله راوخته او د ټې ټې مشري يي په غاړه شوه.

خو ویل کیږي چې عمر خالد خراساني اوس د ټې ټې پې نه لارې بیلې کړې دي او د جماعت الاحرار په نوم يي نوی تنظیم جوړ کړی دی.

شام کې د ايي ایس ایل خلاف د بمبارۍ په هکله خپل بیان کې پینټگان یا ددفاع وزارت وايي خراسان شام کې خپل پناه ځائې جوړ کړی دی چرته چې ډله د بمونو ازموئنه کوي او خپلو کاروائيو دپاره د غربي هیوادونو کسان برتي کوي.

پینټگان وویل د خراسان ډله د شام حلب ښار په مغرب کې تربیتي کیمپونه، د بمونو جوړولو کارخانه او نور سهولتونه لري او پرضد يي اته حملې شوي دي.

خراسان د موجوده افغانستان قدیم نوم دی. جهادي تنظیمونه باور کوي د اسلام عظمت به بیا د خراسان نه راپورته کیږی او ترقیامته به په دنیا خوریږي. دغه نظریه د ١٩٨٠ په لسیزه کې افغانستان کې د روس خلاف د جنگ او سیمې ته د عرب جنگیالو راتگ سره راغلې ده.

څیړونکې فکر کوي چې که په شام کې د خراسان ډلې په پاکستان کې تندلارو سره اړیکې ثابتې شي نو کیدی شي د پاکستان لپاره نوي نړيوال خطرونه راپورته شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG