لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې سفارت: پاکستان استخباراتي او پوځي همکاري نه ده ځنډولې


دپاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر خان
دپاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر خان

په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې تردید کړی دی پاکستان د امریکې سره استخباراتي او پوځي همکاري ځنډولې ده.

د سفارتخاني ترجمان رچرډ سنيلسر وویل "مونږ د ځنډ په اړه څه رسمي مطلوب نه دی ترلاسه کړی."

د سفارتخانې د تردید نه وړاندې دپاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر خان ویلي وو چې پاکستان امریکا سره داستخبارانو اؤ دفاع په څانګو کې خپلې مرستې ځنډولي دي خو د زمکنیو اؤ هوایي لارو اسانتیاوې یې ترې بیرته نه دي اخستي.

د سه شنبې په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې یوې دستورې ته په وینا کې ددفاع وزیر وویل وخت راغلی چې دواړه هیوادونه په خلاص مټ اؤ ډاګیز ډول په ټولو چارو پاکې، پاکې خبرې وکړي.

خو دهغه په وینا “د وړاندې تګ خبرې په ګواښونو، مهلتونو ورکولو اؤ دمرستو په ځنډؤلو نه کیږي."

د گل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د دفاع وزرات یا پینټگان وویل پاکستان ته یې دا خبره رسولې ده چې که چرې غواړي چې د مېلینونو ډالرو امریکايي امداد بېرته شروع شي نو "کوټلي گامونه" دې واخلي. ددغه گامونو تفصیل نه دی وړاندې شوی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د نوي کال په سحر په خپل وړمبي ټوېټر پېغام کې وویل چې امریکې پاکستان ته په تیرو ١٦ کلونو کې ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي خو په بدل کې پاکستان د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی. ددې ورسته امریکې پاکستان ته پوځي امداد وځنډولو.

پاکستان وايي امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ ذمه واري په پاکستان اچوي.

په کال ٢٠١٠ کې د پاکستان په مومندو قبایلي سیمه کې د پوځ په سلاله پوسټ د نیټو د حادثاتي حملې او په دې کې د گڼ شمیر پاکستان عسکرو د وژل کیدو ورسته پاکستان افغانستان ته د امریکې د رسد لار وتړله. دغه لار پاکستان نه د امریکې د بخښنې غوښتو ورسته پرانستل شوه.

په افغانستان کې میشته امریکايي ځواکونو ته د رسد دپاره د پاکستان لاره تر ټولو ارزانه او محفوظه گڼلی کیږي. ددې نه علاوه د مرکزي ایشیا لارې هم شته خو دا روس په خوا کې تیریږي او گرانې دي. ددې نه علاوه په موجوده وخت کې د امریکې او روس په تعلقاتو کې تاوتریخوالی هم موجود دی.

په ورستیو ورځو کې د امریکايي چارواکو بیانونه څرگندوي چې د پاکستان په دریځ کې بدلون لیدل غواړي.

د اتوار، شنبې، په ورځ د امریکې سي بي ایس ټیلې وژن سره مرکه کې د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر مایک پیمپیو وویل "صدر دا خبره ډیره واضحه کړې ده چې پاکستان ته پکار دي چې هغه ترهگرو ته دې نور د پناه ځای نه ورکوي چې امریکې ته خطر راولاړوي."

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG