لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي آی اې مشر واېې: امریکاېې کینډايي جوړه په پاکستان کې ٥ کاله ساتل شوي وه


 ښاغلي پمپیو لومړنی امریکايي مقام دی چې په ښکاره توگه واېې چې دغه جوړه اوماشومان يې په پاکستان کې بندي ول. دهغه دا خبره د پاکستانې چارواکو له خبرو سره په تضاد کې ده
ښاغلي پمپیو لومړنی امریکايي مقام دی چې په ښکاره توگه واېې چې دغه جوړه اوماشومان يې په پاکستان کې بندي ول. دهغه دا خبره د پاکستانې چارواکو له خبرو سره په تضاد کې ده

د رویټرزخبري آژانس د راپورله مخې د امریکا د استخباراتي ادارې ,سي آی اې, مشر د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه امریکايي کاناډایي جوړه چې په افغانستان کې طالبانو یرغمل کړې وه، په پاکستان کې پنځه کاله په بند کې وه.

د ,سي آی اې, ريیس مایک پومپیو په واشنګټن کې د دفاع او ډیموکراسیو څېړنیز فاونډیشن ته وویل، ،،موږ تېره اوونۍ د څلورو امریکايي اتباعو، چې پنځه کاله په پاکستان کې یرغمل ول، د خلاصون په برخه کې ښه نتیجه ترلاسه کړه،،.

ښاغلي پمپیو لومړنی امریکايي مقام دی چې په ښکاره توگه واېې چې دغه جوړه اوماشومان يې په پاکستان کې بندي ول. دهغه دا خبره د پاکستانې چارواکو له خبرو سره په تضاد کې ده.

د پاکستان پوځ او حکومت دواړو ویلي ول، چې امریکايي کیتلن کولمن، دهغې کاناډايي میړه جوشوا بوایل او ماشومان يې لږ وروسته له هغه وژغورل شول چې د افغانستان څخه پاکستان ته داخل شول.

دغه دواړه کسان په ٢٠١٢ کال کې هغه مهال په افغانستان کې وتښتول شول چې د وردگو ولایت ته په سیل تللي و. د بند پر مهال دهغوی ماشومان هم وزیږېدل.

امریکايي چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، له دې مخکې وویلي و، داسې هیڅ کومه نښه نشته چې د بند څخه د آزادېدو څو ورځې مخکې دوی په افغانستان کې ول.

دغه چارواکي زیاتوي، چې د امریکا متحده ایالات په دې باور دي چې دغه یرغمل نیول شوي کسان ممکن د حقاني د ډلې د کسانو له خوا په پاکستان کې ټوله موده په قبایلي سیمو کې په خپل مرکز او یا يې په شاه خوا سیمو کې په بند کې ساتلي ول.

امریکا يي چارواکي واېي، چې حقاني ډله چې د طالبانو سره ملگرې ده ترټولو خطرناکه او موثرهډله ده ، او دغه شبکه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی چې پوځ ېې چارې پرمخ وړي دعناصرو له خوا حمایه کیږي. خو پاکستان بیا دا خبره ردوي.

د پاکستان یوه استخباراتي چارواکي د جمعې په ورځ وویل چې د پاکستان پوځ او استخباراتو د امریکا د استخباراتو د معلوماتو پر اساس هغه موټر ومونده چې د دغې کورنۍ کسان په کې ول ، او کوهاټ له ښار څخه۶۰ کیلو متره لرې پرتې د کورمې قبایلي سیمه ته په لار و.

پاکستاني چارواکي د امریکا د متحده ایالاتو هغه ادعاوې ردوي چې د اسلامي افراطي ډلو د ځپلو او په خاصه توگه د حقاني شبکې په واړندې کوم اقدامات نه کوي.

د دغې کورنې له خوشې کیدو وروسته پاکستاني چارواکو د واشنگټن سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په اهمیت ټینگار وکړ. واشنگټن له دې مخکې اخطار ورکړی و چې پاکستان ته به پوځي مرستې ختمې کړي او د ددغه هیواد پرضد به جزا ورونکي اقدامات ترسره کړي.

خو د رویټرز خبري اژانس ته د طالبانو دوه سرچینوچې ددغې کورنۍ په اړه یې معلومات درلودل وویل په دې ورستیو کلونو کې دغه کورنۍ په پاکستان کې ساتل شوې وه.

د حقاني ډله د پاکستان او افغانستان د سرحد په دواړو خواوو کې فعالیت کوي، خو ددغې ډلې مشران دا منې چې دوی د خپل فعالیت مرکز اوس کرمې ایجنسۍ ته انتقال کړی دی.

د امریکا جمهور ریس ډونلډ ټرمپ د اگست په میاشت کې په افغانستان کې د جنگ د ختمولو په مقصد نوې ستراتیژي اعلان کړه،د امریکا حکومت له پاکستان څخه غواړي چې په پاکستان وسله والو ډلو ته د پناه خوندي ځایونه ورنکړي، او که دې کار ته دوام ورکړي نو له عواقبو سره به یې مخ شي.

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا ویب پاڼې نه اخیستل شوی دی

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG