لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او پاکستان اړیکو مضبوطول مې غټ هدف دی، اعزاز چودهري


څیړونکي وايي واشنگټن د پاکستان نه د افغانستان امن کردار په اړه مایوسه دی او اوس په کانگرس او سپنه ماڼۍ کې پاکستان په اړه د امریکا د پالیسۍ د بدلولو رپورټونه دي
څیړونکي وايي واشنگټن د پاکستان نه د افغانستان امن کردار په اړه مایوسه دی او اوس په کانگرس او سپنه ماڼۍ کې پاکستان په اړه د امریکا د پالیسۍ د بدلولو رپورټونه دي

په واشنگټن ډي سي کې د پاکستان نوي سفیر اعزاز احمد چودهري ویلي په امریکا کې هغه خلک ډیر کم دی چې غواړي پاکستان د ترهگرۍ پلوي هیواد وگرځوي. نوموړي تیره هفته د پاکستان په سفارت کې خبریالانو ته ویلي و چې د سفیر په حیث يي یو غټ هدف د امریکا او پاکستان ترمینځه اړیکې ښه کول دي.

اعزاز چودهري خبریالانو ته وویل پاکستان غواړي د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميي سره په گډه کار وکړي او د دواړو هیوادونو اړیکي نورې هم مظبوطې کړي.

د پاکستان نوي سفیر د خپل حکومت هغه دریځ تکرار کړو چې پاکستان د امریکا سره په افغانستان کې د امن لپاره کار کول غواړي ځکه چې افغانستان کې امن د افغانستان په گټه دی.

ښاغلی چودهري په داسې حال کې د پاکستان د نوي سفیر په توگه واشنگټن کې پرځای کړی شوی چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې د تاوتریخوالي ښکار دي.

څیړونکي وايي واشنگټن د پاکستان نه د افغانستان امن کردار په اړه مایوسه دی او اوس په کانگرس او سپنه ماڼۍ کې پاکستان په اړه د امریکا د پالیسۍ د بدلولو رپورټونه دي.

ورستۍ څیړنې ښايي پاکستان نه د امریکايي مامورینو د مایوسۍ یوه غټه وجه د حقاني وسله والې ډلې سره د پاکستان ملاتړ، د افغان طالبانو خبرو اترو میز ته راوستلو کې ناکامي او په پاکستان کې دننه د حافظ سعید په رنگ د تندروه مذهبي عناصرو خلاف کلک اقدامات نه کول دي.

څو ورځې واړانډې د امریکا یو بااثره د کانگرس غړي ټیډ پو کانگرس ته یو قرارداد وړاندې کړی و چې پکې د امریکا انتظاميي نه غوښتنه شوي وه چې پاکستان دې د ترهگرو پالونکی هیواد وگرځولی شي.

څو اوونۍ وړاندې واشنگټن کې د هډسن انسټیټیوټ څیړنې ادارې لخوا یو رپورټ کې د ډانلډ ټرمپ انتظاميي نه د پاکستان سره د رويي سختولو او د امداد ترهگرۍ پرضد د عملیاتو سره د مشروطولو غوښتنه شوي وه.

د امریکا په افغانستان کې پوځي مشر جنرال جان نکلسن په ورستیو کې د کانگرس یوې اورونې ته ویلي و د پاکستان د رويي نه مایوسه دی او غواړي چې په دغه موضوع د نوي انتظاميی سره خبرې اترې وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG