لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېلس ویلز: پاکستان دې د حقانې او نورو ترهگرو ډلو خلاف اقدامات وکړي


اېلس ویلز او د پاکستان خارجه سېکرېټري تهمینه جنجوعه
اېلس ویلز او د پاکستان خارجه سېکرېټري تهمینه جنجوعه

د جنوبي او مرکزي ایشیا دپاره د امریکې سفېرې اېلس ویلز پاکستان نه د امریکې دا غوښتنه بیا تکرار کړې چې پاکستان دې په خپله خاوره د حقاني او د نورو ترهگرو ډلو خلاف اقدامات وکړی.

مېرمن اېلس د نهې، سه شنبې، په ورځ د پاکستان د دوو ورځو سفر سرته ورسولو. د هغې د سفر په اړه په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې یو بیان کې وویل چې د پاکستاني مامورینو سره خبرو کې اېلس په پاکستان غږ وکړو چې د هیواد په خاوره موجود د حقاني او د نورو ترهگرو ډلو خلاف دې اقدامات وکړی شي.

مېرمن اېلس دا هم وویل چې د جنوبي ایشیا دپاره د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د تگلارې هدف په افغانستان او جنوبي ایشیا کې امن او ثبات راوستل، په جنوبي ایشیا کې داعش او هغه نورو ترهگرو ډلو ته ماتی ورکول دي چې امریکا او پاکستان دواړو ته خطرات راولاړوي.

د اگست په میاشت کې د افغانستان او په عمومي توگه د جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت تگلاره اعلانولو په موقع صدر ټرمپ په واضحه الفاظو کې د پاکستان ذکر وکړو او وې ویل چې هیواد دې خپل پخوانی روش بدل کړي، ترهگرو ډلو ته دې په خپله خاوره پناه نه ورکوي او افغان طالبان د مذاکراتو مېز ته په راکښ کولو کې دې مثبت کردار ادا کړي.

د نوي کال په وړمبي سهر په خپل وړمبي ټویټ کې صدر ټرمپ یو د پاکستان ذکر وکړو او وې ویل چې په تیرو ١٦ کلونو کې امریکې پاکستان ته ٣٣ ارب ډالر ورکړې دي خو په بدل کې پاکستان د دروغو او درغلۍ نه کار اخیستی دی.

پاکستان په خپله خاوره د وسله والو د موجودگۍ خبره ردوي که څه هم د القاعده مشر اوسامه بن لادن او د افغان طالبانو د یو پخواني مشر ملااختر منصور په شمول گڼ شمیر وسله وال په پاکستان کې وژل شوي او یا نیول شوي دي.

د افغانستان او د جنوبي ایشیا دپاره د صدر ټرمپ د تگلارې په اړه پاکستاني مامورینو ویلي چې ددې په نتیجه کې به په افغانستان کې جگړه دوام ومومي او دا چې گنې امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان نشي اچولی.

د گل، دوشنبې، په ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ ته د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستگیر خان وویل پاکستان د خپلې خاورې څخه وسله وال لمنځه وړي دي او که څه شته نو خلاف یې گامونه پورته کول کیږي. هغه وویل پاکستان به خپله خاوره د افغانستان جگړه جنگیدو ته ورنکړي.

ښاغلي خان وویل امریکا دې په عاجزۍ اؤ نرمۍ پاکستان سره ټولې ستونزې حل کړي.

د صدر ټرمپ د ټویټ ورسته، امریکې پاکستان ته پوځي امداد ځنډولی دی.

د پاکستان د سفر په مهال د پاکستاني مامورینو د اېلس ویلز د خبرو په اړه د امریکې د سفارت بیان وايي امریکايي سفېرې دا خبره په ډاگه کړه چې امریکېا غواړي چې د دواړو هیوادونو د مفاداتو او سیمي د ثبات او سوکالۍ په بنیاد د پاکستان سره نوی تعلق برابر کړي.

بیان وايي مېرمن وېلس د ترهگرۍ خلاف جنگ کې د "پاکستان قربانۍ ومنلې."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG