لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: زور نا، په همکارۍ افغانستان کښې سوله راتلی شي


ښاغلي ټېلرسن د اکتوبر د میاشت په ٢۴ مه نیټه د پاکستان دوره وکړه او په اسلام اباد کې یې د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي او نورو لوړ رتبه چارواکو سره د ترهگرۍ، په سیمه کې د امن او ثبات او د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په موضوعاتو خبرې اترې وکړې
ښاغلي ټېلرسن د اکتوبر د میاشت په ٢۴ مه نیټه د پاکستان دوره وکړه او په اسلام اباد کې یې د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي او نورو لوړ رتبه چارواکو سره د ترهگرۍ، په سیمه کې د امن او ثبات او د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په موضوعاتو خبرې اترې وکړې

د زور اچولو پرځای امریکا د پاکستان سره د همکارۍ دلارې په افغانستان کې د جگړې د ختمولو او د سیاسي مفاهمت لپاره کوښښونه کولی شي. لخوا، د امریکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن ویلي امریکې د طالبانو سره په غیر رسمي ډول رابطې برابر کړي دي.

پاکستاني مامورینو وي او ای ته ویلي امریکې ته په پاکستان د زور اچولو پرځای د همکارۍ پیغام رېکس ټېلرسن ته د هغه د اسلام آباد د دورې په موقع ورکړی شو.

ښاغلي ټېلرسن د اکتوبر د میاشت په ٢۴ مه نیټه د پاکستان دوره وکړه او په اسلام اباد کې یې د وزیراعظم شاهدخاقان عباسي او نورو لوړ رتبه چارواکو سره د ترهگرۍ، په سیمه کې د امن او ثبات او د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

د اسلام آباد د څلورو گنټو د سفر په مهال رېکس ټېلرسن د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره هم یو په یو ملاقات وکړو. د پاکستان په پوځ طالبانو سره د خفیه روابطو الزام لگول کیږي.

د پوځ ترجمان میجر جنرل اصف غفور وي او ای ته د گل په ورځ وویل رېکس ټېلرسن او جنرل باجوه په غیر رسمي ډول خبرې اترې وکړې. د پوځ مشر وویل د افغانستان په مسله پرمختگ په پاکستان باندې زور اچولو کې نه دی بلکې په همکارۍ کې دی. پاکستان دا دریځ هم تکرار کړو چې د افغانانو په ملکیت او مشرۍ کې د سولي د بهیر ملاتړ کوي او دا گڼي چې په افغانستان کې جگړه د جنگ د لارې بلکې د مفاهمت دلارې ختمیدی شي.

جنرل غفور وویل په سېمه کې ثبات لپاره پاکستان خپله برخه کار ترسره کړی دی خو پکار ده چې په افغانستان کې مفاهمت ته وده ورکولو لپاره نورې اړونډه فریقین هم خپل کوښښونه وکړي. جنرل غفور په دې اړه نور وضاحت و نکړو.

پاکستاني مامورین وايي لکه د امریکې د وړاندنېو حکومتونو په رنگ صدر ډانلډ ټرمپ هم طالبان خبرو اترو ته راکښ کولو لپاره د پوځي طاقت نه کار اخلي ددې پرته چې په دې هم خبر دي چې په تیرو ١٦ کلونو کې دا تگلاره نه ده کامیابه شوي.

صدر ټرمپ د اگست په میاشت کې د افغانستان او جنوبي ایشیا لپاره د خپل حکومت نوي تگلاره اعلان کړې ده چې پکې افغانستان ته د نورو امریکايي عسکرو د لیږلو خبره شوي او ویل شوي چې د طالبانو خلاف عملیاتو کې به امریکايي عسکر هم د افغان ځواکونو سره څنگ په څنگ جنگیږي.

یو پاکستاني چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط وي او ای ته ویلي امریکا "مفاهمت غواړي خو دا مقصد ترلاسه کولو لپاره پکار ده چې خپلې موجوده تگلارې ته بیا کتنه وکړي."

دې چارواکې وویل افغان حکومت ته هم پکار دي طالبانو ته په مذاکراتو کې د شرکت حوصله ورکولو لپاره ډېرې زیاتې هلې ځلې وکړي.

پاکستاني مامورین وايي امریکا او افغان حکومت طالبانو ته باید د مذاکراتو وړاندیز وکړي او ددې لپاره په قطر کې موجود د طالبانو دفتر نه کار واخلي. پاکستاني چارواکي دا خبره هم کوي چې د مذاکراتو په حق او ددې مخالف طالبان دې د یوبل څخه جدا کړی شي.

مامورین په دې خبره متفق دي چې واشنگټن او اسلام آباد د افغانستان د سولي بهیر د شروع کولو په موضوع متصاد دریځونه لري او تیره هفته اسلام اباد ته د رېکس ټېلرسن دورې په دې لړ کې څه کامیابي نه ده ترلاسه کړې.

پاکستان د روس، چین او ایران سره هم د طالبانو د روابطو خبره کوي او وايي د پاکستان نه زیات دغه هیوادونه په ښه ډول طالبان خبرو اترو ته کښېنولی شي.

د پاکستان د خارجه وزارت یو چارواکي وي او ای ته د نوم نه څرگندولو په شرط ویلي په طالبانو د اسلام اباد د اثر په اړه په واشنگټن کې غلط تاثر موجود دی.

د پاکستان د سفر ورسته خپلو خبرو کې رېکس ټېلرسن ویلي امرېکې د قطر دفتر دلارې او په غیر رسمي ډول د طالبانو سره رابطې برابر کړې دي ځکه چې طالبانو د افغانستان په اینده کې کردار لري.

د جمعې په ورځ په جنیوا کې د وینا په مهال ښاغلي ټېلرسن په طالبانو د سولې په بهیر کې د شاملیدو غږ وکړو. "راشۍ خپل رول په غاړه کړۍ، خو په دې شرط به راځۍ چې ترهگري او د تشدد نه ډکه تندروي به د بیا نه خپلو لپاره پریږدۍ."

رېکس ټېلرسن وویل افغان حکومت هم دا ذمه واري لري چې داسې حالات برابر کړي چې طالبان د مذاکراتو په میز کښېناستو ته اماده شي.

طالبانو دا دریځ خپل کړی چې ترڅو د افغانستان نه د امریکایانو په شمول خارجي عسکرو نه وي وتلي او افغانانو ته د سولي د کوښښو مشري نه وي ورکړی شوي خبرو اترو ته به نه کښېني.

د کال ٢٠١۴ راهسې کله چې نړي والو ځواکونو جنگی فعالیتونه ختم کړي دي، طالبانو د افغانستان په ۴٠ فیصد برخه قبضه کړې ده او د جنگ په میدان یې خپل کامیابو ته دوام ورکړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG