لاس رسیدونکی لینک

امریکا به طالبان جنگ گټلو ته نه پرېږدي، امریکايي استازي وايي


ایلېس ویلز په یوه ورستۍ دوره کې د پاکستاني مامورینو سره خبرې اترې کوي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې خصوصي استازې ایلېس ویلز ویلي امریکا به طالبان په جنگ کې بریا ته نه پریږدي او داسې حالات به برابروي چې طالبان به بالاخر د افغانستان د مسلې سیاسي حل او د مذاکراتو میز ته کښېنوي.

د وي او ای ډیوه سره په خصوصي مرکه کې میرمن ویلز وویل طالبانو خبرو اترو ته د اماده کولو په خاصر امریکې د پاکستان په شمولو نورو سیمه ایزو هیوادونو سره رابطې برابر کړي دي.

ایلېس ویلز سره د وي او ای ډیوه خبریال افتخارحسین خبرې اترې کړي دي. د مرکې یوه بنیادي پوښتنه دا وه چې د افغانستان او په عمومي کچه د جنوبي ایشیا لپاره د صدر ډانلډ ټرمپ د نوي تگ لارې په ترڅ کې به واشنگټن د پاکستان خپل تعلق څه رنگ په وړاندې بايي؟

د افغانستان لپاره د خپل حکومت نوي تگ لار اعلانولو په وخت صدر ټرمپ د پاکستان په خصوصي توگه ذکر کړی و. هغه ویلي وو چې پاکستان د وسله والو په اړه باید خپل چلند درست کړي او په خپله خاوره ترهگرو ته پناه ځایونه ختم کړي.

د پاکستان پوځ او نورو حکومتي مامورینو په پاکستان کې د ترهگرو د موجودگۍ په اړه د صدر ټرمپ د خبرو مخالفت کړی دی خو د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف منلي چې وخت راغلی دی چې پاکستان دا پوښتنه وکړي چې په خاوره یې موجود وسله والې ډلې د هیواد سرمایه ده او که د هیواد په اوږو پروت پیټی دی.

صدر ټرمپ او د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن ویلي پاکستان ته پکار دي چې طالبان خبرو اترو ته کښېنولو کې خپل کردار ادا کړي.

د تیر کال د جولايي په میاشت کې د افغان حکومت او د طالب استازو ترمنځ تر ټولو وړمبی نیغ په نیغه د مذاکراتو نشست د پاکستان په مري ښار کې د پاکستان په منځگړیتوب شوی و او ټاکل شوي وه چې د مذاکراتو دویم دور به هم کیږي. خو بیا طالبانو د پخواني مشر ملا عمر په پاکستان کې د مرگ رپورټونه راڅرگند شول او دا رنگ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ممکنه مذاکراتو امیدونه ختم شول.

د وي او ای ډیوه سره مرکه کې ایلېس ویلز وویل د افغانستان د مسلې حل فقط په جنگ کې نه دی بلکې مسلې د حل لپاره به سیاسي هلې ځلې هم کول پکار وي.

ایلېس ویلز سره د مرکې تفصیل او د هغې غږ افتخارحسین د ډیوه په ریډیو ان ټي وي خپرونه کې د بختور شاه سره شریک کړی دی چې دلته اوریدل کیدی شی:

XS
SM
MD
LG