لاس رسیدونکی لینک

مک ماسټر: پاکستان دې ترهگرۍ خلاف خپله تگ لاره بدله کړي


د امریکې د قامي سلامتیه سلاکار جنرل مک ماسټر

د امریکې د قامي سلامتیه سلاکار جنرل مک ماسټر ویلي صدر ډانلډ ټرمپ غواړي چې پاکستان دې وسله والو د ملاتړ خپله د تضاد نه ډکه خپله تگ لاره بدله کړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ترمخه، مک ماسټر دغه خبره یو ریډیو سره په مرکه کې کړې ده.

امریکايي او افغان مامورین د ډیر وخت راهسې وايي چې پاکستان د افغان طالبانو او په خصوصي د حقاني ډلې ملاتړ کوي او وسله وال هم د هلته نه په افغانستان کې د حملو مشري او منصوبه سازي کوي. پاکستان وسله والو د حمایت دا خبرې ردوي.

ډان ورځپاڼه وايي دا وړمبی ځل دی چې وسله والو سره د پاکستان د ملاتړ خبره د صدر ډانلډ ټرمپ له قوله رپورټ شوي ده.

"صدر (ډانلډ ټرمپ) دا خبره واضحه کړې ده چې مونږ په سیمه کې د موجودو (هیوادونو) په رویه کې بدلون لیدل غواړو چې پکې هغه (هیوادونه) هم شامل دي طالبانو، حقاني ډلې او نورو (تنظیمونو) ته پناه ځایونه او مرکزونه ورکوي،" جنرل مک ماسټر وویل.

جنرل مک ماسټر وویل ددې ډلو سره د پاکستان په ملاتړ کې کمی لیدل غواړي. هغه وویل چې دا د تضاد خبره ده چې یو خوا خو پاکستان د ترهگرۍ دلاسه د ډیر نقصان سره مخامخ شوی دی او بلخوا وسله والو خلاف کاروايي کې د چاڼ نه کار اخلي.

د جنرل مک ماسټر د څرگندونو په اړه کابل څخه د وي او ای ډیوه خبریال حق مل روان رپورټ اوریدی شئ:

XS
SM
MD
LG