لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وسله والو ډلو د ملاتړ په سر په جماعت الدعوه القران نومې تنظیم امریکا پابندي ولگوله


حیات الله غلام محمد: د وزارت بیان وايي نوموړی د جماعت الدعوه القران، طالبان، القاعده، داعش او د داعش خراسان، چې د ډلې د افغانستان او پاکستان څانگه ده، لپاره کار کوي او ددې ډلو لپاره مالي او مالیاتي وسایل برابرو
حیات الله غلام محمد: د وزارت بیان وايي نوموړی د جماعت الدعوه القران، طالبان، القاعده، داعش او د داعش خراسان، چې د ډلې د افغانستان او پاکستان څانگه ده، لپاره کار کوي او ددې ډلو لپاره مالي او مالیاتي وسایل برابرو

د امرېکې د خزانې وزارت په پاکستان کې په جماعت الدعوه القران نومې تنظیم او په دریو کسانو باندې طالبانو، القاعده، داعش او لښکر طیبه سره د مالي امداد کولو په سر د تجارتي پابندۍ اعلان کړی دی.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د خزانې وزارت په یو بیان کې وویل د اقدام مقصد په پاکستان کې موجود ترهگرو د مالي مرستې هغه ځالې تباه کول دي چې طالبانو، القاعده، داعش او لشکرطیبه غوندې ډلو ته يي وسله والو د برتي کولو، ځانمرگي بم چاودنو او د نورو پرتشدد عملیاتو دپاره يي مالي وسایل برابرول.

"په پاکستان او په شا او خوا سیمو کې د تندلارو په جارحانه ډول په هدف کولو د امریکې دنده جاري ده" بیان وايي او زیاتوي په دې اقداماتو کې د هغه خبراتي ادارې او نورو ډلو په نخښه کول هم شامل دي د ترهگرو عملیاتو د سهولتکارانو په توگه استعمالیږي.

"دا درې کسان چې نن نامزد شوي دي د هغه ترهگر گوندونو سره تړون لري چې د امریکا او د پاکستان دواړو امنیت ته ترې نیغ په نیغه خطر دی،" د خزانې وزارت وویل.

حیات الله غلام محمد، علمي محمد ابو تراب او عنایت الرحمان، د هغه دریو کسانونو نومونه دي چې د امریکې د خزانې وزارت پرې پابندي ولگوله.

حیات الله غلام محمد: د وزارت بیان وايي نوموړی د جماعت الدعوه القران، طالبان، القاعده، داعش او د داعش خراسان، چې د ډلې د افغانستان او پاکستان څانگه ده، لپاره کار کوي او ددې ډلو لپاره مالي او مالیاتي وسایل برابروي.

په کال ٢٠١٦ کې حاجي حیات الله، چې د جماعت الدعوه او القران په مشرانو کې دی، داعش-خراسان په افغانستان کې غړو دپاره وسله اخیستې وه. هم په دغه کال کې هغه په کونړ، افغانستان، او په پاکستان کې په خپلو مدرسو کې داعش-خراسان لپاره خلک هم برتي کول او یوه مدرسه وقف کړي وه چې داعش-خراسان هلته خپل وسله وال تربيه کړي. د امریکې د خزانې وزارت وايی حاجي حیات الله هم دغه مرستې د طالبان او القاعده سره هم کړي وې.

علي محمد ابو تراب: د امریکې د خزانې وزارت ترمخه، نوموړی ځکه نامزد شوی دی چې جماعت الدعوه القران او فضیلت الشیخ ابو محمد امین الپشاوري سره مالي ورسته کړي وه. الپشاوري د شیخ امین الله په نوم هم یادیږي. القاعده او لښکر طیبه ته په مالي امداد ورکولو شیخ امین الله امریکا او ملگرو ملتونو په کال ٢٠٠٩ کې نامزد کړی دی.

عنایت الرحمان: نوموړي باندې هم د تندلارو سره د مالي او مالیاتي کومک الزام لگول شوی دی. د خزاني وزارت وايي عنایت الرحمان طالبانو او د لښکر طیبه سره مالي مرستې کړې دي.

ویلفیر ډویلپمنټ ارگنازیزیشن اف جماعت الدعوه فار قران اینډ سنا: ویلفیر اینډ ډویلپمنټ ارگنازیزیشن یا ډبلیو ډي او، د خزاني وزارت وايي، په ظاهره خو یوه امدادي خیراتي اداره چې د پرمختگ لپاره کار کوي خو په حقیقت کې وسله والو ته د پیسو لار برابروي. ددې ترڅنگ ادارې افغان وسله والو ډلو لپاره اسختاراتي معلومات هم راټولول.

تر ډیرو کلونو پورې ډبلیو ډي او به په باقاعده ډول افغان وسله والو ته پیسې ورکول. په دغه پنگو کې به هغه پیسې هم شاملې وې چې په خلیبجي ریاستونو کې این جي اوز به ورکولې. ځینې افغان وسله وال هم د ډبلیو ډي او غړي پاتې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG