لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: امریکا د نړۍ "پولیس مین" یا قانون نافذ کونکی نه دی


د کانگرس ځېنې غړو په خپلو حقلو کې ځېنې مسلمانانو ته کانگرس ته د راتگ او سټیټ اف دي یونین تقریر د اوریدو بلنه هم ورکړې وه نو ځکه گڼ شمیر مسلمانان د صدر براک اوباما سټیټ اف دې یونین تقریر په موقع کانگرس کې میلمانه وو
د کانگرس ځېنې غړو په خپلو حقلو کې ځېنې مسلمانانو ته کانگرس ته د راتگ او سټیټ اف دي یونین تقریر د اوریدو بلنه هم ورکړې وه نو ځکه گڼ شمیر مسلمانان د صدر براک اوباما سټیټ اف دې یونین تقریر په موقع کانگرس کې میلمانه وو

د امریکې صدر براک اوباما ویلي هیواد يي داعش، القاعده او د نورو خارجي عناصرو لخوا پیښو خطراتو نه پام نشي اړولی خو واشنگټن ځان نه د نړۍ "پولیس مین" هم نشي جوړولی او نه د دنیا د نورو هیوادونو لانجې په خپل سر اخیستلی شي.

د کانگرس دواړو ایوانونو مشترکه غونډې ته وینا یا سټیټ او دي یونین خطاب کې براک اوباما په افغانستان، پاکستان، منځني ختیز او د نړۍ په نورو سیمو کې په موجوده او د آئنده په حالاتو بحث وکړو. ددې ترڅڼگ د کور دننه هغه د هیواد په اقتصادي او سیاسي صورتحال، په قامي سلامتیه، داعش د مخنیوي او په خارجي کچه د امریکې د کردار په موضوع خبرې اترې وکړي.

براک اوباما یو وارې بیا په گوانټانامو بی کیوبا کې د مشکوک ترهگرو د پاره د امریکائي زندان د بندولو خپله ژمنه تکرار کړه. هغه وویل دغه زندان نه یوازې دا چې په پیسو گران دی بلکه ددې ضرورت هم نشته او د امریکې مسلح مخالفین دا زندان خپلو صفونو کې خلک برتي کولو دپاره استعمالوي.

په منځني ختیز کې فعالې وسله والې ډلې داعش په هکله براک اوباما وویل د امریکې خارجه تگ لاره دې داعش په چقولو مرکوزه وساتلی شي خو هغه زیاته کړه چې که په افغانستان، پاکستان، منځني ختیز او یا نورو سیمو کې که داعش موجودگي لري او که نا خو دغه سیمې به د بې ثباتۍ ښکار وي او ممکنه ده چې د نوو وسله والو ډلو د پناه مرکزونه هم جوړ شی. هغه وویل دغه سیمو کې نسلي اختلافات، غربت او د قحظ غوندې مسلې د بې ثباته حالاتو وجوهات جوړیدی شي.

هغه وویل امریکا نه خو د کړکیچ ځپلو هیوادونو حالات د سمولو ذمه واري په خپله غاړه اخیستلی شي او نه په خپل سر د نړۍ د "پولیس مین" یا د قانون نافذ کونکې دنده په سر اخیستلی شي. هغه وویل په دې لړ کې مطبوعاتو ته لوړ لوړ بیانونه خو د خبرونو سرخطونه جوړیدی شي خو د عمل وړ حل نه وړاندې کوي.

"مونږ د هر کړکیچ ځپلې هیواد د بیا ابادولو ذمه واري نشې اخیستلی،" براک اوباما وویل. هغه وویل امرېکې ته پکار دي چې د ویت نام او د عراق نه سبق ذده کړي. صدر اوباما ویل امریکا باید ځان په د جنگونو په دلدلونو کې نه نښلوي.

د کوردننه، د امریکې په سیاسي صورتحال او د نومبر په میاشت کې کیدونکو صدارتي انتخاباتو په اړه، براک اوباما د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ ځېنې هغه مشرانو په خبرو تنقید وکړو چې د چا په تقریرونو کې امریکایان وايي مذهبي او نسلې اختلافات نور راپاریدلې دي. هغه وویل چې د هیواد نه بهر یا د ملک دننه د مسلمانانو بې عزتي کول امریکائي اقدار نه دي. براک اوباما د کوم رهنما نوم وانخیستلو. د هغه خپله تعلق د ډیموکریټک پارټۍ سره دی.

د براک اوباما اشاره په څرگنده توگه د ریپبلیکن پارټۍ صدارتي امیدوار ډونلډ ټرمپ ته وه چې ارب پتي سرمایه دار دی. په فرانس کې د ترهگرۍ پیښو ورسته ډونلډ ټرمپ ویلي امریکا دې باید هیواد ته په راتلونکو مسلمانانو مهاجرینو پابندي ولگوي او په هیواد کې دننه جوماتونه دې د سختبې څارنې لاندې وساتلی شي.

د ښاغلي ټرمپ خبرو په امریکائي مسلمانانو کې تشویش راپارولی او د مسلمانانو یوې ډلې د صدر براک اوباما په دې ستائنه وکړه چې سټیټ اف د یونین کې يي د مسلمانانو په دفاع کې خبرې وکړي.

د کانگرس ځېنې غړو په خپلو حقلو کې ځېنې مسلمانانو ته کانگرس ته د راتگ او سټیټ اف دي یونین تقریر د اوریدو بلنه هم ورکړې وه نو ځکه گڼ شمیر مسلمانان د صدر براک اوباما سټیټ اف دې یونین تقریر په موقع کانگرس کې میلمانه وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG