لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: د معاهدې ورسته امریکائي عسکر افغانستان کې پرځائې کیدای شي


براک اوباما وویل افغانستان کې د جنگ ختمیدو سره سم کانگرس باید گوانټانامو نه د قیدیانو په انتقال لگول شوي پابندي هم لرې څو دغه زندان وتړلی شي
براک اوباما وویل افغانستان کې د جنگ ختمیدو سره سم کانگرس باید گوانټانامو نه د قیدیانو په انتقال لگول شوي پابندي هم لرې څو دغه زندان وتړلی شي
د امریکا صدر براک اوباما ویلي که چرې افغانستان واشنگټن سره د امنیت معاهد لاس لیک کړي نو د کال ٢٠١۴ ورسته په لږه شمیره کې امریکائي عسکر د افغان ځواکونو د تربيي او د القاعده باقیاتو خلاف د کاروائي په غرض پرځائي کیدی شي.
د نهې په ماسخوتن د کانگرس د دواړو ایوانونو مشترکه غونډې ته وینا یا سټیټ اف دې یونین تقریر کې براک اوباما وویل د کال ٢٠١۴ د ختمیدو سره به افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږد جنگ هم سر ته ورسیږي.
صدر وویل د هغه د حکومت واگې تر لاسه کولو په وخت افغانستان کې د امریکا ١٨٠٠٠٠ عسکر موجود وو خو دا وخت د ٦٠٠٠٠ نه زیات امریکائي عسکرو هیواد ته ستانه کړی شوي دي.
براک اوباما وویل افغانستان کې د امریکا مشن سر ته د رسیدو په نتیجه کې به افغانستان سره د امریکا په تعلقاتو کې هم بدولون راشي. "یوه خبره به نه بدلیږي او هغه زمونږ اراده چې ترهگر زمونږ د ملک خلاف حملې وو نه کړی شي."
براک اوباما وویل افغانستان کې د جنگ ختمیدو سره سم کانگرس باید گوانټانامو نه د قیدیانو په انتقال لگول شوي پابندي هم لرې څو دغه زندان وتړلی شي. دغه زندان افغانستان کې د ترهگرۍ خلاف جنگ سره سم پرانستلی شوی وو او هلته د طالبانو او القاعده سره د تعلق په شک په سلگونو کسان نیول شوي وو. په زندان د انساني حقوقو تنظیمونو تنقیدونه کړې وو او د خپل صدارت په وړمبي دور کې براک اوباما د قیدخانې تړلو اعلان کړی وو خو کانگرس زندان نه د قیدیانو نورو ځایونو ته په لیږلو پابندي لگولې وه.
براک اوباما وویل که څه هم د القاعده مشرانو ته ماتی ورکړی شوی دی خو ددې پرته هم خطر موجود دی او د القاعده سره تړلې او نورو مختلفو ډلو د نړۍ په بیلا بیلو سېمو کې جړې نیولې دي. هغه زیاته کړه چې عراق، یمن او مالی کې د ترهگرو مرکزونه قائم کړې دي.
سټیټ اف دي یونین یا د کانگرس د هاوس اف ریپریزینټیټیوز، د نمائندگانو ایوان، او سنیټ مشترکه غونډې ته وینا کې براک اوباما د هیواد د خارجه تگ لارې په نورو موضوعاتو هم خبرې وکړې، لکه شام کې خانه جنگي، د ایران ایټمي پروگرام او منځني ختیز کې د فلسطینیانو او اسرائیل شخړه. خو د تقریر زیاتره برخه کې د امریکا صدر هیواد کې حکومت ته د راپیښو مسلو ذکر وکړو. د کور دننه مسلو کې تر ټولو اهمه مسله براک اوباما د پاره د هیواد اقتصادي صورتحال بهتر کول او معاشي عدم مساوات ختمول وو. هغه وویل که کانگرس په دې لړ کې د قانون سازۍ کې د هغه مرسته نه هم کوي نو هغه به د خپلو اختیاراتو د لارې ددغه مسلو د حل کولو کوشش کوي.
سټیټ اف دي یونین وینا کې چې کومې منصوبې براک اوباما اعلان کړې په هغې اولسي ملاتړ ترلاسه کولو د پاره هغه د شورو په ورځ د څلورو ریاستونو دوره کوي. په وړمبې پړاو به هغه د سرښار واشنگټن ډې شي په گاونډ کې میرلینډ ریاست ته ورځي چرته چې هغه ښه ملاتړ لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG