لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب سره غمرازۍ دپاره صدر اوباما ریا‍ض ته رسیدلی


صدر براک اوباما او د سعودي پخوانی باچا شاه عبدالله په یو زوړ تصویر کې لیدل کیږي
صدر براک اوباما او د سعودي پخوانی باچا شاه عبدالله په یو زوړ تصویر کې لیدل کیږي

تیره هفته د سعودي عرب باچا شاه عبدالله په مرگ سعودي چارواکو سره غمرازۍ دپاره صدر براک اوباما د نهې یا سه شنبې په ورځ سعودي عرب ته ورسیدو. شاه عبدالله د ٩٠ کلونو په عمر کې په حق رسیدلی دی.

د ریاض په هوائي اډه د سعودي عرب نوي باچا شاه سلمان بن عبدالعزیز السعود د صدر براک اوباما، د هغه میرمن میشیل اوباما او د براک اوباما سره په سفر د امریکائي ډلې هرکلی وکړو او سر قالین ورته وغوړولی شو. په دې موقع د دواړو هیوادونو قامي ترانې وغږولی شوې او سعودي ځواکونو ورته پریډ وړاندې کړو.

د امریکائي صدر د هرکلي دپاره د سعودي چارواکو په ډله کې ځېنو میشیل اوباما ته لاسونه ورکړل او ځېنې نورو په سر ټیټولو د هغې هرکلی وکړو.

سعودي عرب ته د رسیدو وړاندې د امریکې سي این این ټیلې وژن سره مرکه کې صدر براک اوباما ترهگرۍ خلاف سعودي عرب سره د امریکې د ملگرتیا او همکارۍ دفاع وکړه، سره ددې سعودي عرب کې د انساني حقوقو په اړه تحفظات لري.

د ایسوسې ایټډ پریس، ای پي، رپورټ ترمخه، صدر اوباما سي این این ته وویل په ځېنې وخت کې د کار ترسره کولو دپاره ضروري وي چې د انساني حقوقو په مسله په سعودي عرب په رو رو فشار واچولی شي.

سعودي عرب ته تگ دپاره صدر براک اوباما خپل د هند سفر مختصر کړو او هند کې يي د نهې یا د سه شنبې د ورځې مصروفیات منسوخ کړل او ریاض ته ورسیدو.

د امریکې خارجه وزیر یا سیکریټري اف سټیټ جان کیري به هم سعودي عرب کې د صدر براک اوباما په حیت کې شاملیږي.

ددې ترڅنگ د صدر اوباما په ډله کې دوه پخواني خارجه وزیران کنډولیزه رائس او جیمز بیکر هم شامل دي. برنټ سنوکرافټ، سینډي برجر او سټیون هیډلی او سنیټر جان میکین هم دسعودي عرب په دوره کې د صدر براک اوباما په ډله کې شامل دي.

د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر جان برینن او جنرل لائډ اسټن، چې منځني ختیز کې د امریکې پوځي مشر دی، سعودي چارواکو سره به د صدر براک اوباما په لیده کاته کې برخه اخلي.

د شاه عبدالله جانشین ٧٩ کلن شاه سلمان بن عبدالعزیزالسعود داسې څه نه دي څرگند کړې چې د هیواد په سیاست کې بنیادي تبدیلۍ راوستل غواړي. د خپل ناسکه رور د مرگ او په تخت د کښیناستو ورسته په ټیلې وژن وینا کې شاه سلمان ویلي په هغه تگ لار به روان وي چې د کومې تگ لار دپاره چې سعودي عرب قائم شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG