لاس رسیدونکی لینک

د روس خلاف د امریکې نوي اقتصادي پابندۍ


براک اوباما وویل د بندیزونو مقصد روسي صدر ولادیمیر پوټن په شخصي توگه په نخښه کول نه دي بلکه هغه په دې مجبورول دي چې یوکرین د مسلې سفارتي حل راویستلو ته تیار شي
یوکرین کې د لاس وهني په سر امریکا به د گل په ورځ په روس د نوو اقتصادي پابندیو اعلان کوي.
صدر براک اوباما د گل په ورځ د ایشیا د سفر په مهال ویل د ځېنې روسي افرادو او روسي ادارو خلاف نوي پابندۍ به د ماسکو خلاف د وړاندې نه لگول شوي بندیزونه نور هم سخت کړي.
براک اوباما وویل د بندیزونو مقصد روسي صدر ولادیمیر پوټن په شخصي توگه په نخښه کول نه دي بلکه هغه په دې مجبورول دي چې یوکرین د مسلې سفارتي حل راویستلو ته تیار شي.
امریکائي صدر فلپینز کې خبریالانو سره خبرو اترو کې وویل یوکرین د هغه معاهدې پابندي کړې ده چې هیواد کې د حالاتو سمولو په خاطر دا میاشت جنیوا کې ترسره شوې ده خو روس د معاهدې د پابندۍ په لړې کې څه اقدامات نه دي کړي.
براک اوباما وویل که چرې روس یوکرین کې نور جارحانه اقدامات هم پورته کوي نو په ماسکو لگول شوي پابندۍ نورې هم پراخیدی شي چې هدف به يي د روس د بینکونو نظام او دفاعي صنعت وي.
او هم د گل په ورځ روس پلوه وسله والو کوسټیان ټنیوکا ښار کې په سرکاري ودانیو قبضه وکړه، چې د یوکرین په جنوب کې پروت دی. بیلتون خوښو ددې نه وړاندې ١٠ ښارونه نیولې دي.
روس پلوه باغیان غوښتنه کوي چې په دغه سیمو کې دې هم لکه د کرائیمیه ریفرنډم یا رائې پوښتنه وکړي شي چې د سېمې روسي ژبه ویونکې روس سره د الحاق یا یوکرین کې د پاتې کیدو په حق کې دي.
کرائیمیه کې د روس په حق کې د لانجمن ریفرنډم ورسته سیمه روس کې شامله کړې شوي ده. امریکائي او یورپي حکومتونه وايي یوکرین کې حالات روس راپارولې دي.
XS
SM
MD
LG