لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مذهبي تندروۍ مخه نیولو وخت راغلی'

په واشنگټن کې د تندروۍ مخه نیولو دا غونډه او په دې کې د ٦٠ هیوادونو نمائندگانو برخه اخیستل ښائي چې د تندروۍ مفکورې نه صرف یورپ او امریکا کې بلکه مسلمانه نړۍ کې پخپله یو بحث راپارولی دی خو سوال اوس دا دی چې مسلمانان ددې په ردولو کې څه او څومره کردار ادا کول غواړي؟

واشنگټن کې د مذهبي تندروۍ مخه نیولو لپاره د نړي والې غونډې په موقع امریکا صدر براک اوباما لاس اینجلس ټائمز اخبار کې خپل یو مضمون کې وايي امریکا د ترهگرۍ پرضد که څه هم ډیرې گټې ترلاسه کړې ولې دا خطر نور هم زیاتیږي. ښاغلي اوباما دې مضمون کې په گوته کړې چې د پاکستاني طالبانو تندروه ډلو نه واخلي د بوکو حرام، الشباب او القاعده پورې ټولې وسله والې ډلې یو نړي وال خطر جوړ شوی.

په واشنگټن کې د تندروۍ مخه نیولو دا غونډه او په دې کې د ٦٠ هیوادونو نمائندگانو برخه اخیستل ښائي چې د تندروۍ مفکورې نه صرف یورپ او امریکا کې بلکه مسلمانه نړۍ کې پخپله یو بحث راپارولی دی خو سوال اوس دا دی چې مسلمانان ددې په ردولو کې څه او څومره کردار ادا کول غواړي؟

د پاکستان وتلی مذهبي مشر ډاکټر قبله ایاز وی او ای ډیوه ته وايي مسلمانه نړۍ پکار ده چې په دې ځان پوهه کړي د تندروی مخه نیول د غیر مسلمه هیوادونو نه زیاته ددوي ذمه واري جوړیږي.

امریکا کې مسلم پبلک افئېرز کونسل سره کارکونکی څیړنکار سیف انعام ډیوه ریډیو ته وايي د سپېنې ماڼۍ لخوا رابلل شوي دغه غونډه مهمه ده ځکه چې مونږ ټول په دې پوهیږو د تندروۍ مخه صرف په پوځي لارو نشې نیولی کیدی. سیف انعام وايي په امریکا کې د مسلمانانو ټولنیز مشرانو کردار د تندروۍ مخه نیولو کې ډیر مهم دی او پکار ده چې دوي پخپله راوړاندې شي.

څیړنکاران وايي چې د تندروۍ مفکورې د جرړو ختمولو د فیصلې وخت راغلی او که چرې مسلمانانو دا کار وو نه کړی شو نو په راتلونکې وخت کې به ددوي ریاستي ادارې او ددوي نوی نسل هم ددغه ډلو په لاسو ته پریوځې.

په دې هکله نور تفصیل د افتخارحسین رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:04 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG