لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما ١٣ پولیس افسرانو ته د بهادرۍ تمغې ورکړې دي


د پبلک سیفټي میډل اف ویلیر یا د اولس د حفاظت په خاطر د بهادرۍ ددې تمغې بنیاد پخواني صدر بل کلنټن په کال ٢٠٠٠ م کې ایښودی و او مقصد يي د هغه یولیس افسرانو او اور وژونکو د خدماتو اعتراف کول و چې د خپلې دندې په ترسره کولو کې يي د بې مثاله میړانې مظاهره کړې وي
د پبلک سیفټي میډل اف ویلیر یا د اولس د حفاظت په خاطر د بهادرۍ ددې تمغې بنیاد پخواني صدر بل کلنټن په کال ٢٠٠٠ م کې ایښودی و او مقصد يي د هغه یولیس افسرانو او اور وژونکو د خدماتو اعتراف کول و چې د خپلې دندې په ترسره کولو کې يي د بې مثاله میړانې مظاهره کړې وي

د امریکې صدر براک اوباما د قانون نافذ کونکو ادارو ١٣ هغه افسرانو ته د هیواد اعلا ترین اعزازونه ورکړې دي چې شهریانو د تحفظ دپاره يي د بې مثاله میړانې او بهادرۍ نه کار اخیستلی دی.

د گل، دوشنبې، په ورځ دغه افسرانو د اعزاز ورکولو په وخت صدر اوباما وویل دې قانون نافذ کونکو د نورو خلکو د تحفظ دپاره خپل ځانونه په خطر کې اچولي

صدر اوباما وايي که چرې کسانو بهادري نه وی ښودلی نو گڼو خلکو، میندو پلرونو، ځامنو، لوڼو او ملگرو به ژوندونه بیللي وو.

براک اوباما وویل دا افسران په صحیح وخت په صحیح ځائې کې موجود وو خو کار يي د خپلې وظیفې نه هم ور اخوا کړی دی. د فلیډیلفیا ښار یو پولیس افسر د وډیو گیمونو یو دکان کې د ډاکې په وخت وژل شو. هغه ته اعزا د هغه د مرگ ورسته ورکړی شو.

صدر اوباما وايي دا پولیس افسران د خطرناکو مسلح کسانو پرضد ودریدلي وو چې په لاسو نو کې يي ټوپکې، تماچې او چړې وې. یو پولیس افسر په حمله کې په چړو څو وارې ووهل شو او یو افسر په داسې حال کې په مخ او لاسونو وسوزیدو چې په لویه لار يي د اورلگیدلي موټر نه د یو تن د راویستلو کوښښ کولو.

براک اوباما وویل د گڼ شمیر قانون نافذ کونکو افسرانو د قربانو او د فرض شناسۍ نه خلک هډو خبر هم نه شي.

صدر اوباما وايي نن چې کومو خلکو ته تمغې ورکړی شوي دي دا به هر چا ته نه وي ورکړی شوي خو هره ورځ د امنیت دا مامورین په خپله سینه د احترام نخښې گرځوي.

په دې موقع سرکارې وکیلې لوریټا لینچ وویل کومو افسرانو ته چې اعزازونه ورکړی شوي دي په هغو خو ځېنو د خپلې بهادرۍ مظاهرې په داسې وخت کې کړې چې په رسمي توگه په خپله وظیفه هم موجود نه وو یعنې په خپل شخصي وخت کې خپله فرض شناسي ښودلې ده.

لوریټا لینچ وايي ددې بې مثاله افسرانو قرض نه الفاظ او نه اعزازات ادا کولی شي دوي د امریکایانو د تحفظ په خاطرد حدودونو نه تیر شوي دي.

د پبلک سیفټي میډل اف ویلیر یا د اولس د حفاظت په خاطر د بهادرۍ ددې تمغې بنیاد پخواني صدر بل کلنټن په کال ٢٠٠٠ م کې ایښودی و او مقصد يي د هغه یولیس افسرانو او اور وژونکو د خدماتو اعتراف کول و چې د خپلې دندې په ترسره کولو کې يي د بې مثاله میړانې مظاهره کړې وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG