لاس رسیدونکی لینک

د صدر اوباما پولیس نظام کې اصلاحاتو دپاره د ملینونو ډالرو اعلان


د گل یا ددوشنبې په ورځ د اټلانټا تاریخي گرجا کې چرته چې به د شهري حقوقو پخوانی رهنما مارټن لوتر کنگ مشر وو، د وینا په مهال د امریکې مشر سرکاري وکیل ایریک هولډر د انصاف وزارت لخوا نوي تگ لاره هم اعلان کړه چې ترمخه به يي پولیس د رنگ یا د نسل په بنیاد به د چا خاکه نه تیاروي

د میزوري ریاست فرگسن ښار کې د یو سپین پوستکې پولیس افسر د لاسه د یو تورپوستکې هلک د وژل کیدو او ددې په ترڅ کې د نسلي تاوتریخوالي راپورته کیدو ورسته، صدر براک اوباما د هیواد د پولیس په نظام کې اصلاحاتو غوښتنه کړې ده او ویلي دي په لړ کې په میلینونو ډالرې مصرفوي.

د گل یا ددوشبنې په ورځ وائټ هاوس کې د کابینې غړو، د شهري حقوقو مشرانو اود قانون نافد کونکو ادارو چارواکو سره لیده کاته ورسته، صدر براک اوباما اعلان وکړو چې د پولیس په اصلاحاتو به ٢٦٠ ملینه ډالرې لگوي.

هغه وویل په دغه پیسو کې پولیس دپاره ٥٠٠٠٠ کیمرې اخیستل کیږی. دغه کیمرې به د پولیس په بدن لگیدلې وي او د ولس او پولیس ترمېنځ کیدونکې کاروائی ریکارډنگ به کوي. ددې ترڅنگ د پولیس په تربییه به هم نورې پیسې لگول کیږي.

صدر براک اوباما وویل د چارواکو یوې خصوصي ډلې ته به دا دنده سپاري چې دې خبرې ته کتنه وکړي چې فرگسن کې د پولیس نظام څه رنگ بهتر کیدی شي.

هغه وویل امریکا کې میشته د نورو رنگونو یا قامونو خلک دا نه محسوسوي چې پولیس ورسره د انصاف سلوک کوي. هغه وویل ددغه احساس په نتیجه کې بې اعتمادي پیدا کیږي.

د گل یا ددوشنبې په ورځ د اټلانټا تاریخي گرجا کې چرته چې به د شهري حقوقو پخوانی رهنما مارټن لوتر کنگ مشر وو، د وینا په مهال د امریکې مشر سرکاري وکیل ایریک هولډر د انصاف وزارت لخوا نوي تگ لاره هم اعلان کړه چې ترمخه به يي پولیس د رنگ یا د نسل په بنیاد به د چا خاکه نه تیاروي.

بلخوا په فرگسن او نورو ښارونو کې د احتجاجونو لړۍ روانه ده. احتجاج کونکې د تیرې هفتې د منصفانو د شورا یا د گرینډ جیوري په دې فیصله قهر ژن دي چې د فرگسن سپین پوستکې پولیس افسر ډیرن ویلسن باندې به د تور پوستکې ١٨ کلن مائیکل براون د وژنې په سر څه مجرمانه مقدمه نه چلول کیږي.

د انصاف وزارت د فرگسن په پیښه د شهري حقوقو په اړه تحقیقات شورو کړې دي ددې تر څنگ دا پلټنې هم روانې دي چی ایا د فرگسن د پولیس محکمې څه غیر ائیني چلن خو نه دی کړی.

فرگسن کې د اگست د میاشتې د پیښې راهسې د مظاهرو په سرشا او خوا ٣٠٠ کسان نیول شوي دي. احتجاجونو کې کاروبارونو ته اورونه اچول شوي دي او د لوټ مار پیښې رامینځته شوې دي. نیول شوي کسان په غیرقانوني توگه د راغونډیدو، د پولیس په کار کې د خلل اچولو، د گرفتارۍ نه ورکولو، د غلا او د غیرقانونې وسله لرلو غوندې الزاماتو سره مخ کیدی شي.

XS
SM
MD
LG