لاس رسیدونکی لینک

دامریکې اواټلي وگړي د القاعده خلاف ډرون حمله کې په خطا وژل شوي


٧٣ کلن وائنسټین په کال ٢٠١١ کې وسله والو لاهور کې د کور ته تښتولی وو. د هغه میرمن ایلین وائنسټین په یو بیان کې وویل کورنۍ يي د هغه خفگان اظهار هم نشې کولی د کوم نه چې تیریږي. هغې وویل د وائنسټین د وژنې ذمه واري د هغه خلکو په غاړه ده چې هغه يي تښتولی وو

د القاعده خلاف شوي ډرون حمله کې هغه دوه خارجي امدادي کارکوؤنکي په حادثاتي توگه وژل شوي دي چې د تښتؤل کیدو ورسته د تیرو څو کلونو راهسې د وسله والو په ولکه کې وو.

صدر براک اوباما د پیښې تصدیق کړی او په شخصي توگه يي د امریکائي او د اټلي وگړي په وژنه بخښنه غوښتې او خپل خفگان يي څرگند کړی دی.

وژل شوؤ کسانو کې امریکائي وگړی وارن وائنسټین او د اټلي وگړی گیویاني لو پورټو وو چې د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې ډرون حمله کې په خطا ووژل شو .

د صدر اوباما لخوا جاري شوی بیان وايي هغه د وائنسټین او د لو پورټو په وژل کیدو "انتهائي خفگان" ښودلی دی ځکه چې دواړه بې گناه وو.

"د صدر او د مسلح ځواکونو د سرلښکر په حیث زه د ترهگرۍ خلاف د عملیاتو ټوله ذمه واري په غاړه اخلم، چې پکې هغه کاروائي هم شامله ده چې په حادثاتي توگه پکې د وارن او د گیویاني ژوندونه واخیستلی شو،" صدر اوباما وائټ هاوس کې خبریالانو ته وویل.

صدر اوباما وویل د استخباراتي معلوماتو او د ډرون د څارنې نه دا خبره په کره توگه معلومه شوي وه چې په هدف شوي وداني د القادعده انگڼ وو، هلته ملکي کسان موجود نه وو او د ترهگرو نیول ناممکن وو.

امریکائي چارواکې وايي هم په دغه عملیاتو کې احمد فاروق نومې کس هم ووژل شو چې وائټ هاوس د القاعده یو مشر گرځولی دی. هم د جنورۍ په میاشت کې د ډرون په بله حمله کې امریکائي شهري احمد گډان وژل شوی دی چې د القاعده د ترجمان په توگه يي کار کولو.

لو پورټو د جرمني یوې امدادې ادارې دپاره پاکستان کې کارکولو او په کال ٢٠١٢ کې تښتول شوی وو.

٧٣ کلن وائنسټین په کال ٢٠١١ کې وسله والو لاهور کې د کور ته تښتولی وو. د هغه میرمن ایلین وائنسټین په یو بیان کې وویل کورنۍ يي د هغه خفگان اظهار هم نشې کولی د کوم نه چې تیریږي. هغې وویل د وائنسټین د وژنې ذمه واري د هغه خلکو په غاړه ده چې هغه يي تښتولی وو.

میرمن ایلین د پاکستان حکومت او فوج نه مایوسي څرگنده کړه چې د هغې په وینا د هغه د ازادولو موقع ورسره وه خو څه يي وو نه کړل.

XS
SM
MD
LG