لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما: د اورلینډو د حملې ښکار کورنیو غم د بیان نه بهر دی


صدر براک اوباما او نایب صدر جو بایډن د حملې په ترڅ کې جوابي کاروايي کونکو د قانون نافذ کونکو مامورینو، امدادي کارکونکو او د پلس مالکانو سره هم ولیدل. او د وژل شوو کسانو په یادگار يي گلونو کښیودل
صدر براک اوباما او نایب صدر جو بایډن د حملې په ترڅ کې جوابي کاروايي کونکو د قانون نافذ کونکو مامورینو، امدادي کارکونکو او د پلس مالکانو سره هم ولیدل. او د وژل شوو کسانو په یادگار يي گلونو کښیودل

صدر براک اوباما او نایب صدر جو بایډن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د فلوریډا ریاست اورلینډو ښار دوره وکړه او هلته په کلب د مسلح تن په حمله کې د وژل شوو کسانو خپلو خپلوانو سره يي غمرازي وکړه.

په اورلینډو کې صدر براک اوباما د اتوار، یکشنبې، په ورځ په کلب حمله کې د وژل شوو کسانو خپل خپلوان سینې ته را نژدې کړل. هغه وویل ددې تپوس ورسره څه اسان جواب نشته چې د ډزو داسې قسمه پیښې یا میس شوټنگنز ولې رامنځته کیږي.

صدر اوباما وویل څلور ورځې وړاندې هم دا ټولنه یو شیطاني او د نفرت نه ډک عمل وجړقوله خو نن مونږ ته هغه څه رایادیږي چې ښه دي، چې دلته د خلکو په زړونو کې رحم دی، همدردي ده، وقار دی او د هر څه نه زیات دلته مینه ده.

براک اوباما او نایب صدر جو بایډن د هم جنس پرستانو د پلس په نوم نایټ کلب کې د وژل شوو یو کم پنځوس کسانو خپلو خپلوانو او په حمله کې د زخمي شوو سرې پنځوس کسانو سره فرداً فرداً ولیدل. صدر اوباما وویل ددې کورنیو غم د بیان نه بهر دی.

صدر اوباما غږ وکړو چې د غم ځپلو کورنیو سره دې یوالې وښودلی شي ځکه چې هغه په قول "وژل شوي کسان زمونږ کورنۍ هم کیدلی شوې." د پېښې نیغ په نیغه متاثره شوو خلکو ته براک اوباما وویل "زمونږ زړونه هم مات شوې دي."

وسلو ته د لاس رسايي په ضوابطو کې د تبدیلۍ او ټوپک تماچې ته لاس رسايي گرانولو په اړه صدر برا اوباما وویل که چرې په دې لړ کې څه اقدامات پورته نه کړی شول نو په اینده کې به هم داسې قسمه پیښې رامینځته کیږي.

صدر اوباما وايي په دې خبره خوشحاله دی چې سنیټ کې به د مشکوک ترهگرو په وسله اخسیتلو پابندۍ دپاره ووټونه اچول کیږي.

صدر براک اوباما او نایب صدر جو بایډن د حملې په ترڅ کې جوابي کاروايي کونکو د قانون نافذ کونکو مامورینو، امدادي کارکونکو او د پلس مالکانو سره هم ولیدل. او د وژل شوو کسانو په یادگار يي گلونو کښیودل.

په عین حال کې د سنیټ د قامي سلامتیه کمیټۍ فیس بک کمپنۍ ته ویلي چې په کلب حمله کونکې مسلح کس عمر متین د فیس بک اکاونټونو ټول معلومات دې کمیټۍ ته ورکړي.

د شورو، جارشنبې، په ورځ فیس بک ته خپل خط کې د کمیټۍ مشر ران جانسن وویل د هغه عملې دا خبره معلومه کړې ده چې په کلب د حملې په ورځ عمر متین خپل پوسټونو کې د داعش مشر ابو بکر البغدادي د بیت اعلان کړی و او امریکا او روس ته يي وویل چې په شام کې دې د باغیانو په محاذونو حملې نه کوي.

د کانگرس ځېنې غړي عمر متین په اړه د ایف بي ايي د تحقیقاتو معلومات هم غواړي. ایف بي ايي په کال ٢٠١٣ او کال ٢٠١۴ کې د ترهگرۍ په لړ کې د عمر متین نه تفیش کړی و خو څه شواهد يي نه وو ترلاسه کړي. عمر متین خپلو همکارانو ته د القاعده سره د تړو په اړه دعوه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG