لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما شام د مهاجرینو امریکې ته د راتگ مخالفت ردوي


د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ملیشیا سرښار کوالالمپور کې خبریالانو سره خبرو کې براک اوباما وویل هغه په دې خبره پوهیږي چې ولې په پیرس کې د حملو ورسته د امریکې کانگرس د مهاجرینو په اړه په بیړنۍ توگه د قانون بل منظور کړو
د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ملیشیا سرښار کوالالمپور کې خبریالانو سره خبرو کې براک اوباما وویل هغه په دې خبره پوهیږي چې ولې په پیرس کې د حملو ورسته د امریکې کانگرس د مهاجرینو په اړه په بیړنۍ توگه د قانون بل منظور کړو

د امریکا صدر براک اوباما هیواد ته شام او عراق نه راتلونکو کډوالو دپاره د خنډانو راولاړولو مخالفت بیا تکرار کړی او ویلي يي دي ددې په نتیجه کې امریکې نشې محفوظه کیدی او له امله به يي د مستحق مهاجرینو په پروگرام منفي اثر وغورځیږي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ملیشیا سرښار کوالالمپور کې خبریالانو سره خبرو کې براک اوباما وویل هغه په دې خبره پوهیږي چې ولې په پیرس کې د حملو ورسته د امریکې کانگرس د مهاجرینو په اړه په بیړنۍ توگه د قانون بل منظور کړو.

شام او عراق کې فعاله وسله والې ډلې داعش په اړه براک اوباما وویل هغه یقین لري چې امریکا او اتحادیان به داعش ته ماتی ورکولو کې کامیاب شي.

براک اوباما وویل داعش په میدان جنگ د ماتي سره مخ دی، ډلې نه به نیول شوي علاقې بیرته اخیستلی کیږي، د مالي وسیلو سرچینې به يي ختمول کیږي او د مشرانو تعقب به کولی شي.

پیرس کې د حملو ورسته امریکا کې شام نه راتلونکو مهاجرینو په اړه بحث شورو شوی چې په هیواد کې ورته پناه ورکړی شي او که نا؟

براک اوباما وویل امریکې ته د راتلونکو مهاجرینو په کره توگه تحقیقات کولی شي. هغه وویل د قانوني لارو چارو په نافظ کولو او ویرې ته ځان ورکولو کې فرق دی. هغه پکار نه ده چې امریکایان خپل اقدار، د ژوند تیرولو خپلې طریقې او یو بل سره د سلوک خپلې رويي د لاسه ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG