لاس رسیدونکی لینک

صدر اوباما به عراقي وزیراعظم سره داعش خلاف په جنگ خبرې کوي


د صدر اوباما او د ښاغلی حیدرالعبادي خبرې اترې د نړۍ د پرمخته تلې هیوادونو جي سیون د سر مشرانو د غونډې په غاړه کیدونکې دي

د امریکې صدر براک اوباما د عراق وزیراعظم حیدرالعبادي سره د داعش خلاف جنگ په اړه خبرو اترو دپاره د گل یا یکشنبې په ورځ جرمني کې لیده کاته کوي.

د صدر اوباما او د ښاغلی حیدرالعبادي خبرې اترې د نړۍ د پرمخته تلې هیوادونو جي سیون د سر مشرانو د غونډې په غاړه کیدونکې دي.

امریکائي رهنما سره د داعش په اړه د خبرو اترو یوه هفته وړاندې عراقي وزیراعظم د وسله والې ډلې خلاف جنگ کې د امریکا په مشرۍ کې د نړي وال ائتلاف نه د نورې مرستې غوښتنه کړې وه.

امریکائي ائتلاف د تیر قریباً یو کال راهسې داعش خلاف عراق او شام کې هوائي بمباري شورو کړې ده.

امریکا او فرانس عراق ته ددغه خبرو اترو ورسته اعتماد ورکړی دی او ویلې يي دي داعش خلاف اهم گټې ترلاسه کړی شوې دي. ائتلاف عراق ته د نور فوجي سازوسامان او د تربيي ورکولو په ضرورت زور اچولی دی چې دا رنگ عراقي ځواکونه ددې جوگه شي چې د داعش نه نیول شوي سېمې بیرته واخلي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ عراقي ځواکونو د بائیجي په لورې پرمختگ وکړو چې د تیلو صفا کولو د کارخانې دغه ښار داعش نه بیرته واخلي. په تیر یو کال کې به دا دویم داسې کوښښ وي.

داعش شام او عراق کې د تیلو تنصیبات په نخښه کړې دي چې د خپلو عملیاتو دپاره مالي وسائل ددې د لارې پیدا کړي. داعش کرد ملیشا، شام کې حکومت مخالف باغیانو او د امریکا په مشرۍ کې د نړي وال ائتلاف لخوا د مزاحمت سره مخ دی.

د جي سیون د غونډې په وړمبۍ ورځ د برطانيي وزیراعظم ډیوډ کیمرون وویل داعش خلاف جنگ دپاره د عراقي ځواکونو د تربيي په غرض به عراق ته ١٢٥ برطانوي عسکر لیږلی کیږي. د برطانيي بمبار جهازونه هم د هغه نړي وال ائتلاف برخه ده چې داعش خلاف يي هوائي بمباري شورو کړې ده.

XS
SM
MD
LG