لاس رسیدونکی لینک

وائټ هاوس کې د صدر اوباما روژه ماتی


صدر براک اوباما په دستوره کې موجود د ځېنې امریکایانو مسلمانانو خدمات هم وستائل چې پکې سمینتا ایلاف هم شامله وه. میرمن ایلاف ته د جامو یو دکان په دې وجه د نوکرۍ نه انکار کړی وو چې هغې به حجاب اغوستو. خو د امریکې سپریم کورټ د هغې په حق کې فیصله ورکړه او وې ویل هغه دا حق لري چې حجاب واغوندي

د امریکې صدر براک اوباما په صدارتي ماڼۍ وائټ هاوس کې د روژه ماتی وکړو او په دې موقع يي د مذهبي تعصب خلاف او د هم آهنگۍ په موضوع وینا وکړه.

د گل یا دوشنبې روژه ماتي کې قانون سازانو، امریکائي مسلمانانو او واشنگټن ډې سي کې موجود سفارتکارانو شرکت وکړو.

د روژه ماتي دستورې ته وینا کې، صدر براک اوباما وویل د روژې د ماتولو موقع امریکا کې د مذهب ازادي په ډاگه کوي، امریکایانو کې اتحاد پیدا کوي او دا خبره څرگندوي چې هر څوک په خپل مذهب په ازادۍ عمل کولی شي.

صدر براک اوباما په دستوره کې موجود د ځېنې امریکایانو مسلمانانو خدمات هم وستائل چې پکې سمینتا ایلاف هم شامله وه. میرمن ایلاف ته د جامو یو دکان په دې وجه د نوکرۍ نه انکار کړی وو چې هغې به حجاب اغوستو. خو د امریکې سپریم کورټ د هغې په حق کې فیصله ورکړه او وې ویل هغه دا حق لري چې حجاب واغوندي.

صدر اوباما د ورستۍ ځېنې هغه واقعاتو غندنه وکړه چې پکې د مذهب په نوم وژنې شوې دي. په دغه واقعاتو کې د تیر هفتې هغه پیښه هم شامله وه چې د ساوت کیرولائنه ریاست چارلسټن نومې ښار کې د افریقائي امریکنیانو په کلیسا کې یو سپین پوستکې امریکنې کس نهه کسان ووژل. صدر وویل کله چې د امریکا اقدار د خطر سره مخ کړی شي نو امریکایان د یو قام په رنگ یو موټی شي. هغه وویل امریکایان د نفرت په بنیاد د اخیستل شوو اقداماتو مخالفت کوي.

صدر اوباما په منځني ختیز کې د مهاجرینو د مسلې او مینیمار کې د روهینگیا مسلمانانو د صورتحال ذکر هم وکړو.

صدر اوباما وویل "نن ماښام مونږ هغه خلک هم په خپلو دعاگانو کې یاد ساتو چې د دنیا په گوټ گوټ کې د مشکلاتو سره مخ دي، چې پکې هغه خلک هم شامل دي چې په هغه سېمو کې هم روژې نیسي چې جنگ او لوږې ځپلې دي، د عراق او شام خلک چې د ايي ایس ايي ایل بربریت مقابله کوي، د یمن او د لیبیا اولس چې تشدد او بې ثباتۍ خاتمې ته سترگې په لاره دي، په بحیره روم کې هغه خلک چې د جنگ او سختو حالاتو ته فرار غواړي، د غزه خلک چې د تیر کال جنگ نه لا ځائې ته نه دي راغلې، د مینینمار روهینگیا، او په سمندر کې کډوال چې باید انساني حقوق يي بحال کړی شي."

XS
SM
MD
LG