لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د احمد خان رحمي پلار پولیس ته ویلي و ځوی يي ترهگر دی


نیویارک ټایمز وایي د احمد خان پلار محمد رحمي د مرکزي حکومت تحقیقاتي اداره ایف بي ايي د خپل تشویش نه خبر کړې وه چې احمد خان د خپل رور سره جگړه کړې او هغه يي په چاړه وهلی و
نیویارک ټایمز وایي د احمد خان پلار محمد رحمي د مرکزي حکومت تحقیقاتي اداره ایف بي ايي د خپل تشویش نه خبر کړې وه چې احمد خان د خپل رور سره جگړه کړې او هغه يي په چاړه وهلی و

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل یو رپورټ کې ویلي په نیویارک او نیوجرسي کې د بمونو په لړ کې گرفتار افغان نژاد تن احمد خان رحمي پلار دوه کاله وړاندې پولیس ته ویلي وو چې ځوی يي ترهگر دی خو مامورین وايي پلار يي دغه بیا ورسته بیرته اخیستی و.

نیویارک ټایمز وایي د احمد خان پلار محمد رحمي د مرکزي حکومت تحقیقاتي اداره ایف بي ايي د خپل تشویش نه خبر کړې وه چې احمد خان د خپل رور سره جگړه کړې او هغه يي په چاړه وهلی و.

نیویارک ټایمز د محمد رحمي د قوله وايي چې ایف بي ايي دوه میاشتې د هغه په خبره تحقیقات وکړل او بیا يي ورته وویل ځوی يي ترهگر نه دی. "ما ورته وویل چې ښه،" ورځپاڼه لیکي.

"اوس دوي وايي چې هغه (احمد خان) ترهگر دی. ما ورته وویل چې ښه،" محمد خان وايي.

احمد خان رحمي د خالي، شنبې، په ورځ د نیویارک د مینهیټن په چیلسي برخه کې په بم چاودنه مشکوک تن ټاکل شوی دی. بم چاودنه کې ٢٩ کسان زخمیان شوي دي. ددې نه علاوه احمد خان په نیویارک او په نیوجرسي کې د نورو ناچاودیدلې بمونو په لړ کې هم په هغه مشکوک دی.

احمد خان پولیس سره د ډزو د تبادلې ورسته گرفتار کړی شوی دی.

مامورین ددې خبرې تحقیقات کوي چې ایا احمد خان د امریکې نه بهر د کومې ترهگر ډلې سره تعلق لري او که نا؟ او آیا چې هغه سره نور کسان هم په شریک دي او که نا؟

رپورټونه وايي د ٢٨ کلن احمد خان پاکستانۍ میرمن په نیویارک کې د بم چاودنې نه څو ورځې د امریکې نه تللې ده او امریکايي مامورین د پاکستان او متحده عرب اماراتو سره هغې نه د سوال ځواب کولو دپاره په طماس کې دي.

احمد خان په تیرو څو کلونو کې څو ځله د افغانستان او پاکستان سفر کړی دی او د پاکستان په کوټه کې ښار کې ورځې شپې تیرې کړې دي. ویل کیږي چې په کال ٢٠١٣ کې پاکستان نه د بیرته راتگ ورسته هغه زیات مذهبي شوی و.

الیزبت ښار په الموره کوڅه کې د محمد رحمي ریسټورانټ دی. د ایف بي ايي چارواکو ددغه ودانۍ نه په بکسونو کې شواهد واچت کړې دي په داسې مهال چې نژدې گاونډیانو او لارویانو به د نندارې کتلو دپاره پښه ونیوله.

تحقیق کونکې مامورین د رحمي کور ته ورسیدل چې د هغه د پلار د ریسټورانټ دپاسه دی. په داسې مهال چې د ایف بي ایي مامورینو په بکسونو کې د رحامی د کور نه شواهد راویستل، د گاونډ خلک ددې حقیقت سره مخامخ کیدل چې د تشدد دومره صلاحیت لرونکي تن ددوي په منځ کې ژوند کولو.

جان سنایډر د تیرو دیرشو کلونو راهسې هم ددې مالت اوسیدونکی دی وايي دا په حقیقت کې هم ډیره بده خبره ده چې داسې قسمه حالاتو سره ډیر د نژدې نه مخامخ شوی دی.

تاتیانه مورینو د جرسي گارډنز په نوم مارکیټ کې کار کوي وايي دا خبره خو يي په خیال کې هم نه راتله چې د تیرو څو ورځو واقعات به ایلزبت کې رامینځته شي.

تاتیانیه وايي د داسې قسمه واقعاتو دلته کیدل د هر چا دپاره د تشویش خبره ده.

په نیوجرسي کې میشته پښتانه وايي داسې قسمه واقعات په امریکا کې د مسلمانانو او په هصوصي توگه پښتنو دپاره مشکلات راولاړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG