لاس رسیدونکی لینک

د امریکې عدالت د این ایس ای پروگرام غیرقانوني گرځولی


د ټیلې فون دا خفیه معلومات این ایس ای د هغه پروگرام د لاندې راټولول چې د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ مې نیټې د حملو ورسته شورو کړی شوی وو او امریکایان ترې هغه وخت خبر شول کله چې د ادارې یو کارکونکې ایډورډ سنوډن په ډې اړه راز افشا کړو. سنوډن اوس په جلاوطنۍ کې ژوند تیروي

د امریکې یو عدالت د قامي سلامتیه ادارې نیشنل سکیورټي ایجنسۍ، این ایس ای، هغه خفیه پروگرام غیرقانوني گرځولی چې ترمخه به يي ادارې هیواد دننه د ټیلې فون ریکارډ راغونډولو.

نیویارک کې د وفاقي عدالت درې کسیزې ډلې خپله فیصله کې ولیکل چې کانگرس په ممکنه توگه دداسې قانون منظوري نشې ورکولی چې د کانگرس زیاتره غړي او ولس ترې ناخبره وي.

تر ټولو زیاته لانجمنه خبره د این ایس ای هغه معلومات راغونډول دي چې د جاسوسۍ دا اداره ورته میټا ډیټا وايي او پکې په میلینونو د ټیلې فون کالونه او ډائل شوي نمبرې یا شمیرې شاملې دي. په دې کې په ټیلې فون د شوو خبرو ریکارډ نه دی شامل.

د ټیلې فون دا خفیه معلومات این ایس ای د هغه پروگرام د لاندې راټولول چې د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د ١١ مې نیټې د حملو ورسته شورو کړی شوی وو او امریکایان ترې هغه وخت خبر شول کله چې د ادارې یو کارکونکې ایډورډ سنوډن په ډې اړه راز افشا کړو. سنوډن اوس په جلاوطنۍ کې ژوند تیروي.

د کانگرس په دالانونو کې د حکومتي ډیموکریټک پارټۍ سنیټر رچرډ بلومینتال د عدالت د فیصلې هرکلی وکړو.

سنیټر رچرډ وايي د عدالت فیصله تاریخي پرمختگ دی ځکه چې زیلي عدالت غلطه فیصله کړې وه، صریحاً غلطه فیصله چې تر ابده به غلطه وه که چرې اصلاح يي نه وی شوی.

د امریکې لخوا د ترهگرۍ خلاف په بیړنۍ توگه پرځائې کړی شوي اقداماتو میعاد چې پکې د معلوماتو راجمع کول هم شامل دي، ددې میاشت په اخیره کې سر ته رسي که چرې کانگرس يي توسیع وو نه کړي.

کانگرس کې به په راتلونکو څو هفته کې په هغه مجوزه قانون ووټونه اچول کیږي چې د واک من ډیموکریټک او حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ په شریکا وړاندې کړی او هدف يي د هیواد دننه په جاسوسۍ واگې اچول او په خفیه توگه چلیدونکو حکومتي پروگرامونو څارنه زیاتول دي.

خو د معلوماتو راغونډول ختمول غلطې ده. دا خبره د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ سنیټر ډین کوټس کوي. هغه د عدالت د فیصلې سره سخت اختلاف لري.

سنیټر ډین کوټس وايي د عدالت د فیصلې سره سم داعیش دا اعلان هم راغلی چې امریکا کې يي گڼ شمیر وسله وال موجود دي، او نورې حملې به کیږي، نو ځکه بیدار وسیدل پکار دي. د معلوماتو راغونډولو دا پروگرام دداسې قسمه حملو مخه نیسي نو ځکه يي جاري ساتل پکار دي.

ځېنې قانون سازان دا اندازه لگوي چې سپریم کورټ به دا فیصله رد کړي ځکه چې عدالت دې فیصلې ته په یو وخت نزدې شوی وو چې گنې د این ایس ای د معلوماتو راغونډولو پروگرام ائینی دی.

د نیویارک عدالت د زیلي عدالت هغه فیصله رد کړه چې د این ایس ای پروگرام يي قانوني گرځولی وو. د نیویارک وفاقي عدالت خپله فیصله کې این ایس ای ته د پروگرام ودرولو حکم وو نه کړو او وې ویل د عدالت فیصله به څه ډیر اثر وو نه کړي.

XS
SM
MD
LG