لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوریا د ګواښ په اړه د امریکا ګانګرس غونډه وکړه


په واشنګټن ډي سی کې د شمالي کوریا د ګواښونو په اړه د تړلو دروازو تر شاه صلا مشورې پداسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا د سمندري ځواک کې د الوتکو د لیږد بیړۍ د کوریا ټاپو ته په نږدې کیدو ده.

د امریکا د کانګرس د دواړو خونو یوې پټې ګډې غونډې ته د شمالي کوریا د ګواښونو په اړه معلومات ورکړل شول.

د چهارشنبې په ماسپښین سېناټران په بسونو کې سپینې ماڼۍ ته څېرمه اداري دفتر ته وغوښتل شول. هلته هغوي ته د شمالي کوریا د ګواښونو د له منځه وړولو په برخه کې بیلابیلې لارې چارې تشریح شوې.

سینټر کرس کونز دغه خبرې ګنګس کونکې وګڼلې او زیاته یې کړه چې د هیڅ ډول پوځي غبرګون په اړه له هغوي سره صلا مشورې نه دې شوي. ښاغلی کرس وايي: (زه فکر کوم چې دا ډیره ښه ده چې د سنا ټول غړي د حکومتي مشرانو او د ملي امنیت او ډپلوماسي له ټولو چارواکو سره پداسې مسلو باندې له یوه بله سره مخامخ خبرې کوو.)

د پیانګ یانګ او واشګټن ترمنځ اړیکې دا مهال دومره ډیرې خرابې شویدي چې پدې وروستیو اونیو کې د جګړې ویره هم رامنځته شوې وه.

د ایسټ ویسټ په نامه له مرکز څخه ډینې رویې امریکا غږ ته د سکایپ له لیارې وویلي: (جنوبي کوریا او امریکا هر کال دا وخت ګډ پوځي تمرینونه ترسره کوي چې دا کال د شمالي کوریا غوصه او کرکه راپاروي او د ځان په وړاندې یې ګواښ ګڼي. نو ځکه هغوي هم په بشپړ ځواک سره د هغې په ځواب کې خپل غبرګون څرګندوي.)

په واشنګټن ډي سی کې د شمالي کوریا د ګواښونو په اړه د تړلو دروازو تر شاه صلا مشورې پداسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا د سمندري ځواک کې د الوتکو د لیږد بیړۍ د کوریا ټاپو ته په نږدې کیدو ده.

اخوا په جنوبي کوریا کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره دوه اونۍ وخت پاتې دی. د جنوبي کوریا د دفاع وزارت وايي چې د شمالي کوریا څخه د ممکنه میزایلو ددفاع لپاره سیسټم چې تاد ګڼل کیږي مخکې له ټاکل شوې نیټې څخه فعال شویدی.

که څه هم ولسشمر ډنالډ ټرمپ ویلي چې د شمالي کوریا په وړاندې د سټراټیژیکې حوصلې وخت پای ته رسېدلی خو لا هم داسې نه ښکاری چې امریکا دې په دغه هیواد باندې کوم پوځي برید ترسره کړي.

ټرمپ په چین باندې هم نیوکې کړې وې چې د شمالي کوریا د ستونزې د حل په برخه کې کافي څه نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG