لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي کوریا پرضد د پوځي ګام لاره خلاصه ده: ریکس ټیلرسن


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي که د شمالي کوریا په وړاندې حوصله پای ته ورسيږي نو بدیل به یې پرضد د امریکا لخوا پوځي اقدام وي.

ټیلرسن نن د جمعې په ورځ د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر ین بیانګ سي سره د یوې خبري غونډې پرمهال د شمالي کوریا په اړه د امریکا په سیاست کې د یو ستر بدلون یادونه وکړه. ټیلرسن وویل د شمالي کوریا د توغندیو او اټومي پروګرام باید په ټپه ودرول شي. ښاغلي ټیلرسن ویلي: (اجازه راکړئ چې په ډاګه یې وه وایم د سټراتیژیکې حوصلې سیاست پای ته ورسید. مونږ په یوشمیر نویو سیاسي، امنیتي او اقتصادي لارو چارو باندې غور کوو او مونږ به په هیڅ هم صرفه وه نه کړو)

ټیلرسن وړاندې وویل ددغه تجرید شوي اټومي هیواد پر وړاندې چې له خپل جنوبي ګاونډي سره په جګړه کې دی د ظرفیتونو یوه هر اړخیزه تګلاره موجوده ده. (مونږ په ټولو سیمیزو قدرتونو باندې غږ کوو چې زمونږ سره دې له شمالي کوریا څخه پدې غوښتنه کې یوځای شي چې د خپلو خلکو د راتلونکې لپاره یوه سمه لاره وټاکي. امریکا ژمن دي چې له خپلو ملګرو هیوادونو دفاع وکړي او اجازه به ور نه کړي چې د شمالي کوریا د بلسټیک میزایلو ګواښ نور هم پراخ شي. له همدې امله مو له جنوبي کوریا سره د میزایلو د دفاعي سیستم د لږولو پریکړه وکړه. د چین له مخالفت نه خبر یو او د جنوبي کوریا پر وړاندې د هغوي لخوا اقتصادي فشار ناسم او ستونزي جوړوي. مونږ له چین څخه غواړو چې له دغه کاره لاس واخلي او ددې پرځای دې د شمالي کوریا لخوا د موجوده ګواښ مخه ونیسي.)

دغه جګ پوړې امریکایې ډپلوماټ د شمالي او جنوبي کوریا ترمنځ له هغې سیمې هم لیدنه وکړه چې پکې د یوه بل په وړاندې درنې وسلې ځای پرځای شویدي.

جنوبي کوریا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لپاره دویم تم ځای وه. د دې وړاندې ټیلرسن د پنجشنبې په ورځ په ټوکیو کې ویلي وه دا څرګنده ده چې د شمالي کوریا په وړاندې باید په نورو لارو چارو فکر وشي ځکه ددغې ستونزې د حل لپاره ۲۰ کلن سیاست نتیجه ورنه کړه.

نوموړي دغې سیمې ته د خپل سفر یو هدف دا په ګوته کړ چې د راتلونکي ګام په اړه د جاپان، جنوبي کوریا او چین نظر هم واوري.

ټیلرسن یوځل بیا امریکا ژمنه وګڼله چې د جاپان او د امریکا د نورو ملګرو هیوادونو به دفاع کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د سفر وروستۍ دمه به په چین کې وي چرته چې به هغه د چین ولسمشر زي جین پینګ سره هم ویني.

ټیلرسن به له زي سره د هغه او د امریکا د ولسمشر ډنالډ ټرمپ د راتلونکې لیدنې په اړه هم خبرې وکړي کومه چې ټاکل شویده د اپریل د میاشتې په لومړیو کې به په فلوریډا کې ترسره شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG