لاس رسیدونکی لینک

صدر ټرمپ په شمالي کوریا د ایټمي ازموینې په سر سخت ټکونه وکړل


کیم یانگ اون، شمالي کوریا مشر ته د ایټمي مزایل په اړه معلومات ورکول کیږي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ د شمالي کوریا د ایټمي ازموینې سخت تنقید وکړو او وې ویل د شمالي کوریا وینا او اقدامات د امریکې لپاره د دښمنۍ او د خطر نه ډک دي.

په ټویټر خپل بیان کې صدر ټرمپ وویل شمالي کوریا د چین لپاره هم د شرمندۍ سبب یو خطر دی. هغه وویل چین کوښښ کوي چې د ایټمي وسلو ترلاسه کولو په لاره کې د شمالي کوریا مخه ونیسي خو لا يې کامیابي نه ده ترلاسه کړي.

صدر ټرمپ د امریکې په اتحادي هیواد جنوبي کوریا هم تنقید وکړو چې د شمالي کوریا د راضي کولو کوښښ کوي. هغه زیاته کړه چې شمالي کوریا یوازې په یو څیز پوهیږي.

وایټ هاوس ویلي صدر ټرمپ به د اتوار، یکشنبې، په ورځ د قامي سلامتیه خپلو مامورینو سره غونډه کوي.

د جرمني چانسلرې اینگلا مرکیل او د فرانس صدر ایمینول میکرون هم د شمالي کوریا د شپږمې ایټمي ازموینې سخت مخالفت وکړو. دواړو مشرانو په یورپین یونین او د ملگرو ملتونو سکیورټي کاونسل غږ وکړو چې په شمالي کوریا دې پابندۍ نورې سختې کړي.

شمالي کوریا وویل ایټمي ازموینه يي "مکمله کامیابي" وه. رپورټونه وايي د ځمکې د لاندې ایټمي ازموینې په چین او روس کې هم ودانۍ وجړقولې.

ویل کیږي چې شمالي کوریا داسې مزایلې هم جوړې کړي چې ایټمي وسلې تر امریکې پورې رسولی شي.

پیانگیانگ وايي د مزایلو جوړولو پروگرام يي د دفاعيي پروگرام برخه ده چې د امریکې د حملې نه ځان محفوظ کړي.

XS
SM
MD
LG