لاس رسیدونکی لینک

نیویارک ریاست کې د ریل گاډي حادثه، ٧ کسان مړه شوي


په نزدې کلونو کې د میټرو نارت ریل گاډي د یو شمیر واقعاتو سره مخامخ شوي دي. کال ٢٠١٣ کې د کمپنۍ یو ریل گاډی د پټلۍ نه وغورځیدو. په نتیجه کې يي څلور کسان مړه شول.

د امریکې نیویارک ښار نه روان د مسافرو گاډی په پټلۍ د ودریدلې موټر سره د ټکر کیدو په نتیجه کې اووه کسان مړه شوي دي.

ریل گاډي د موټر سره د ټکر کیدو پیښه د نیویارک نه ٢٠ کلومیټره په شمال کې د نهې یا دوشنبې په ماښام رامینځته شوې ده.

ریل گاډې نیویارک نه د ویسیک کلې ته روان وو.

د چارواکو د وینا ترمخه موټر په پاټک د تیریدو په وخت په پټلۍ نښتی وو چې ریل گاډي د ځان سره په مخه کړو. ورسته په موټر او ریل گاډې اور ولگیدو.

د نیویارک گورنر اینډریو کیومو خبریالانو ته وویل د موټر ډرائیور او د ریل گاډي شپږ مسافر په واقعه کې مړه شول. د لږ تر لږه ١٢ کسان زخمیان شوي دي.

په نزدې کلونو کې د میټرو نارت ریل گاډي د یو شمیر واقعاتو سره مخامخ شوي دي. کال ٢٠١٣ کې د کمپنۍ یو ریل گاډی د پټلۍ نه وغورځیدو. په نتیجه کې يي څلور کسان مړه شول.

نیشنل ټرانسپورټیشن سیفټي بورډ چې امریکا کې د پبلک ټرانسپورټ د تحفظ حکومتي اداره ده،خپل رپورټ کې يي د کمپنۍ سخت تنقید کړی وو. میټرو نارت نیویارک او د کنیټیکټ ریاست تر منځ ریل گاډي چلوي.

XS
SM
MD
LG