د امریکې په نیویارک ښار کې د پایپونو نه جوړ بم د خلاصولو په لړ کې نیول شوي تن په انټرنیټ د داعش تبلیغات کتلي وو او تفتیشي افسرانو ته یې ویلي هغه د امریکې د پوځي بریدونو پرضد دغه گام پورته کړی و.
پولیس وايي ٢٧ کلن عقایدالله د گل، دوشنبې، په ورځ د نیویارک د ریل گاډي یو سټیشن سره نژدې ځان پورې تړلي د پایپ نه جوړ بم د خلاصولو کوښښ وکړو، خو چاودیدونکي مواد په سمه توگه ونه چلیدل.
د چاودنې په نتیجه کې خپله حمله کونکی او درې نور کسان زخمیان شوي دي.
پولیس ویلي عقایدالله هسپتال ته منتقل کړو. د هغه تنه سوزیدلې ده او لاسونه یې زخمي دي.
د نیویارک ښار وال بل ډي بلیزیو د پېښې په اړه ویلي دا د ترهگر حملې کوښښ و خو حمله کونکی په خپل مقصد کې کامیاب نشو.
نیول شوی تن د بنگله نه امریکې ته راغلی او اباد شوی دی.
په واشنگټن کې د بنگله دیش سفارتخانې د گل، دوشنبې، په ورځ یو بیان کې د پیښې غندنه وکړه او وې ویل بنگله دیش د ترهگرۍ لپاره هیڅ زغم نه لري او د نړۍ په هر گوټ او په هر شکل کې د ترهگرۍ غندنه کوي.
صدر ډانلډ ټرمپ د پېښې په اړه خپل پیغام کې وویل وخت راغلی چې کانگرس د د مهاجرت په اړه قانون سازي وکړي چې دا رنگ د امریکې اولس ته تحفظ ورکړی شي.
په تیرو دوو میاشتو کې په نیویارک د داعش د تاثیر دلاندې دا دویمه حمله وه. د اکتوبر په میاشت کې یو تن چې داعش سره یې همدردي لرله په نیویارک کې یې یو ټرک په لاره تلونکو خلکو ور وخیږولو او اته کسان یې ووژل.