لاس رسیدونکی لینک

د عراق په لوئيديز کې دولت اسلاميه باندې امريکې فضائي بريدونه کړي


د امريکې لخوا عراق کې د اگست په مياشت کې د تندروه ډلې دولت اسلاميه په ضد فضائي حملې کولی شي ، خو دا لمړی ځل دی په لوئيديزه صوبه انبار کې د تندروه ډلې جنگيالي په نخښه کړي دي .

د امريکې د محکمه دفاع وياند ريئراېډمرل جان کربی وئيلي ، نن د اتوار په ورځ د عراق د حکومت په خواست امريکايي ځواکونو انبار صوبه کې د حديثه ډېم سره نزدې د دولت اسلاميه تندروه ډلې په ضد فضائي بريدونه کړي دي .

نوموړي وئيلي دغه حملې يې د ترهگرو لخوا ډېم ته د راپېښو خطرو د مخ نيوي په موخه کړي دي . کوم ډېم چې دا وخت د عراقي ځواکونو په ولقه کی دی .

د امريکې لخوا عراق کې د اگست په مياشت کې د تندروه ډلې دولت اسلاميه په ضد فضائي حملې کولی شي ، خو دا لمړی ځل دی په لوئيديزه صوبه انبار کې د تندروه ډلې جنگيالي په نخښه کړي دي .

له دې وړاندې امريکايي ځواکونو په شمالي عراق کې د دولت اسلاميه په جنگيالو او د هغو په ځالو فضايي حملې کړې وې .

د امريکې د مرکزي کمانډ ترمخه د جمعې او خالي په ورځ ترسره شوؤ تازه حملو کې د لړاکا جنگي الوتکو سره بې پائيلټه ډرون الوتکې هم کارول شوي دي .

بل لور ته راپورونه د مبصرينو د قوله وايي ، د عراق د اربيل سيمې سره نزدې د شام حکومت هم د دولت اسلاميه په مضبوط مرکز رقيه باندې فضايي بريدونه کړي ، چې پکې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي ، راپورونه وايي وژل شوؤ کسانو کې ۱۶ عام ولسي وگړي هم شامل دي .

شام کې د انساني حقونو د څارني سازمان وئيلي عام ولسي وگړي په داسې حال کې په هدف شوي ، چې په علاقه کې د تندروه ډلې لخوا چلېدونکې بېکرۍ باندې بمباري وشوه . او په نورو هدفونو کې د تندلارو يو تربيتي مرکز او د شرعي عدالت دپاره کارېدونکی ودانی په نخښه شوی دی .

سني تندروه تنظيم دولت اسلاميه د روان کال په مينځنۍ موده کې د عراق په شمالي علاقو کې خپلې کارروائۍ پېل کړې ، او يو شمېر علاقې يې قبضه کړې وې ، او وروستو يې د شام په پوله پرتې علاقې په خپله ولقه کې اخستې ، او د خلافت د نظام په ځايي کولو اعلان يې کړی ؤ .

XS
SM
MD
LG