لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د وفاقي حکومت او د ریاست ترمنځ قانوني جگړه


د لانجې په مرکز کې ټرانجینډر خلک دي، یعني هغه ښځې چې د خپل جنس تشخص د سړي یا هغه سړي چې د خپل جنس تشخص د ښځې په حیث کوي
د لانجې په مرکز کې ټرانجینډر خلک دي، یعني هغه ښځې چې د خپل جنس تشخص د سړي یا هغه سړي چې د خپل جنس تشخص د ښځې په حیث کوي

د امریکې نارت کیرولائنا ریاست اسمبلۍ داسې قانون منظور کړی دی چې ترمخه يي ټرانسجینډر یا بالائې جنس خلک د جنس د خپل تشخص په بنیاد نا بلکه د پیدائش د وخت جنسي شناخت په بنیاد د تشناب استعمال کولی شي. خو وفاقي حکومت ددې قانون سره اتفاق نه لري وايي دا قانون جنسي امتیاز کوي او ختم دی کړی شي.

ریاست او وفاقي حکومت د یوبل سره په قانوني جگړه کې ښکیل شوي دي. د ټرانسجینډر د اصطلاح ترمخه سړی ځان د ښځې او ښځه ځان د سړي جنس پیژندگلو کوي.

د وفاقي حکومت د انصاف وزارت وايي وفاقي قوانین د ټرانسجینډر یا د بالائي جنس خلکو د حقوقو تحفظ کوي او د نارت کیرولائنا د بات روم بل یا د تنشاب په نوم قانون يي په لاره کې نشې ودریدی.

د امریکې مشره سرکاري وکیلا لوریټا لینچ وايي د نارت کیرولائنا گورنر او اسمبلۍ د هغه وفاقي قوانینو سره ځان نیغ په نیغه په ټکر کې اچولی دی چې د جنسی تشخص په بنیاد د تعصب مخه نیسي او که خبره نوره هم په مستقیم ډول وشي، نو دغه ریاست په خپله سرپرستۍ کې د بالائي جنس خلکو خلاف د تعصب نظام قائم کړی دی.

د وفاقي حکومت قوانین د جنس په بنیاد د تعصب مخالفت کوي خو د ټرانسجینډر خلکو په هکله په خصوصي توگه يي څه نه دي ویلي. د نارت کیرولائنا گورنر د انصاف وزارت ددریځ تشریح غواړي.

گورنر پیټ میک روري وايي دا وخت د اوباما د حکومت دا کوښښ دی چې د کانگرس نه بالا قانون بیا ولیکې او د تشناب او د غسل اخیستلو دپاره تگ لاره پرځائې کړي.

خو وائټ هاوس دې مسلې ته په مختلف نظر کتنه کوي. د وائټ هاوس ترجمان جاش ارنسټ وايي نارت کیرولائنا اسمبلۍ چې په یوه ورځ کې د یو خصوصي نشست په مهال کومه قانون سازي ترسره کړه دا د مساوات او د انصاف هغه اقدارو سره سمی نه خوري چې دې هیواد د ځان دپاره غور کړې دي.

د نارت کیرولائنا د قانون خلاف احتجاج کې ځېنې کمپنو هلته سرمایه کاري ودرولې ده او د موسیقۍ کانسرټونه منسوخ کړی شوي دي.

د لانجې په مرکز کې ټرانجینډر خلک دي، یعني هغه ښځې چې د خپل جنس تشخص د سړي یا هغه سړي چې د خپل جنس تشخص د ښځې په حیث کوي.

میټ سټیور د مذهبي او انساني ازادۍ او د مساوات دپاره د غیر حکومتي تنظیم لیبرټي کاونسل څیړونکی دی وايي دا داسې ده لکه چې یو کس د خپل ځان شناخت دداسې تن په حېث کوي چې هغه نه وي، لکه یو کس په ائینه کې وگوري خو که هغه دروند نه وي هم خو ځان ورته دروند ښکاره شي.

جی براون وايي هغه ښځه پیدا شوې وه خو اوس هغه د دوو جینکو پلار دی او د تیرو لسو کلونو راهسې واده دی او میرمن لري او خلک چې هغه کومه بلا گڼي هغه بالکل نه دی بلکه یو عام انسان دی.

سپریم کورټ یا د امریکې تر ټولو لوې عدالت تیر کال د هم جنسانو واده قانوني وټاکلو خو د ټرانسجینډر یا د بالائي جنس خلکو سره د سلوک په سر نوي لانجه شورو شوي ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG