لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په وائټ هاوس کې د صدر اوباما او د نیټو د مشر په داعش خبرې اترې


وائټ هاوس په خپل بیان کې وايي د ښاغلي سټولټنبرگ واشنگټن ته سفر نیټو سره د امریکې د نژدې تعلق علامت دی
وائټ هاوس په خپل بیان کې وايي د ښاغلي سټولټنبرگ واشنگټن ته سفر نیټو سره د امریکې د نژدې تعلق علامت دی

د امریکې صدر براک اوباما په وائټ هاوس کې د واشنگټن په سفر د نیټو مشر جینس سټولټنبرگ سره ملاقات کوي او داسې ښکاره کیږي چې د دواړو مشرانو د خبرو اترو اهمه موضوع به دداعش وسله واله ډله وي.

وائټ هاوس په خپل یو بیان کې ویلي د نیټو مشر سره ملاقات کې به صدر اوباما به ددې خبرې تکرار کوي چې په برسلز کې د داعش د حملې په ترڅ کې امریکا د نیټو سره څنگ په څنگ ولاړه ده.

دواړه مشران به د داعش د تباه کولو په لړ کې د نړي والو کوښښونو په پرمختگ هم غور کوي.

دداعش نه علاوه، صدر اوباما او د نیټو سیکریټري جنرل جینس سټولټنبرگ به یورپ ته د مهاجرینو په ورتگ، په یوکرین کې د روس د ککړتیا او د جولائي په میاشت کې په پولینډ کې د نیټو د سرمشرانو د غونډې په اړه هم خبرې اترې کوي.

وائټ هاوس په خپل بیان کې وايي د ښاغلي سټولټنبرگ واشنگټن ته سفر نیټو سره د امریکې د نژدې تعلق علامت دی.

د نیټو مشر د امریکې دوره په داسې مهال کوي چې په امریکا کې د کال ٢٠١٦ دپاره د ریپبلیکن پارټۍ صدارت امیدوار ډونلډ ټرمپ نیټو سره د امریکې د همکارۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. تیره هفته خپله یوه وینا کې ارب پتي ټرمپ وویل د نیټو وخت تیر شوی دی که چرې دا تنظیم ختم نو ددې به پرې هیڅ پرواه نه وي.

نیټو د غربي نړۍ پوځي اتحاد دی چې بنیاد يي په کال ١٩۴٩ کې د پخواني سویت د خطر مخه نیولو دپاره کښیودل شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG