لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د امریکا او د نیټو جنگ ختم

افغانان وايي باور لري د هیواد امنیتي ځواکونه د خپلو ذمه وارو ترسره کولو صلاحیت لري. د کابل اوسیدونکی محمد سلیم وايي "مونږ د افغان امنیتي ځواکونو د صلاحیت نه مطمئین یو. دوي دومره توان لري چې نیټو نه د امینت ذمه وارۍ ترلاسه کړي. مونږ په دوي فخر کوو."

امریکا او د نیټو پوځي ائتلاف افغانستان کې خپل د ١٣ کلونو جنگ سر ته ورسولو.

جنگ په رسمي ډول سر ته د رسولو په لړ کې کابل کې د اتوار یا شنبې په ورځ په پوځي مرکز کې دستوره وشوه.

په رسمي توگه جنگ ختمولو پرته به هم امریکا افغانستان کې د افغان ځواکونو د تربیه کولو او د وسله والو خلاف کاروائي دپاره ١٣٠٠٠ عسکر پرځائي کوي.

کال ٢٠٠١ کې القاعده او د طالبانو خلاف کاروائي شورو کولو په وخت افغانستان کې د ٥٠ هیوادونو شا او خوا ١۴٠٠٠٠ عسکر پرځائې کړی شوي وو. د هغه وخت راهسې ٣٥٠٠ خارجي پوځیانو افغانستان کې ژوند دلاسه ورکړی دی.

د کال ٢٠١۴ په اختتام افغانستان نه د امریکائي ځواکونو ستنولو اعلان صدر براک اوباما کړی وو.

د خارجي ځواکونو د انخلا سره سم، افغان ځواکونو د هیواد د امنیت ذمه وارۍ ترلاسه کړې دي.

افغانان وايي باور لري د هیواد امنیتي ځواکونه د خپلو ذمه وارو ترسره کولو صلاحیت لري. د کابل اوسیدونکی محمد سلیم وايي "مونږ د افغان امنیتي ځواکونو د صلاحیت نه مطمئین یو. دوي دومره توان لري چې نیټو نه د امینت ذمه وارۍ ترلاسه کړي. مونږ په دوي فخر کوو."

په ورستۍ ورځو کې کابل او د افغانستان په ځېنې نورو برخو کې طالبانو حملې کړې دي چې دا اندیښنې يي راپورته کړی چې آیا افغان امنیتي ځواکونه به د خارجي ځواکونو د ستنیدو ورسته هیواد کې امنیت پرځائې وساتلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG