لاس رسیدونکی لینک

امریکا دې د پاکستان مرستې بندې کړي: نړیوال مهاجر کانګرس


د مهاجرو نړیوال کانګرس د امریکايي کانګرس نه په کلکه غوښتلي چې پاکستان ته ورکړی کیدونکې ټولي پوځي او غیر پوځي مرستې دې بندې کړي.

دغه کانګرس د چهارشنبې په ورځ (نومبر اتمه) د امریکا د کانګرس یوې اورونې یا غونډې ته خپل رسمي یادښت سپارلی چې په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان او پاکستان ته د امریکا د مرستو څرنګوالی او ځانګړي کول څېړل.

د مهاجرو نړیوال کانګرس ډلې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلیس او د کانګرس د مالي کمېټې له غړو سره هم لیدلي او خپلې غوښتنې یې وروسپارلې.

د مهاجرو د نړیوال کانګرس اعلامیه وايي چې پلاوي یې امریکايي چارواکو ته وویل "اېي اس اېي په سیمه کې ترهګر او تندلاري پالي" او مرسته ورسره کوي.همدغه راز د پاکستان رېنجرز ځواکونه له مهاجرو سره بد چلند کوي".

دوی وايي پاکستان له یوې خوا ځان د نړیوالې ترهګرې سره د مبارزې برخه ګڼي او بل خوا بیا په خپله خاوره مهاجر او بلوڅ ځپي او مذهبي او سیاسي حقونه یې نه مني. دوي زیاتوي پاکستان دا اقلیتونه تښتوي، شکنجه کوي، وژني یې او تري تم کوي یې.

د دوې لویه غوښتنه دا ده چې ولې امریکا د خپلو مالیه ورکوونکو پېسې داسې یو هېواد ته ورکړي چې ترهګر پالي، سیاسي او مذهبي اقلیتونه ځپي. په اعلامیې کې راغلي چې په دې کارسره به " پاکستان ته یو ښکاره پیغام ورسول شي چې نور یې له امریکا سره د دوه مخیتوب سیاست ورځې ختمې دي".

نړیوال مهاجر کانګرس د امریکا غوښتلي په جنوبي اسیا کې د مهاجرو حقونه وساتي او پر پاکستان دې ټولې مرستې بندې کړي. د مهاجر نړیوال کانګرس د بشري حقونو د دفاع یوه ټولنه ده چې په خبره یې په پاکستان کې د شاوخوا ۷۰ میلیونه مهاجرو استازیتوب کوي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپلې نوې تګلارې کې پر پاکستان غږ کړی وو د ترهګرو په ضد رښتیني ګامونه واخلي او ترهګرو ته دې په خپلې خاورې کې نوره پناه نه ورکوي.

امریکا هرکال پاکستان ته میلیونونه ډالره پوځي او غیر پوځي مرستې ورکوي. په ۲۰۱۶ کال کې د اوباما ادارې پاکستان ته د ۲۰۱۷ کال لپاره د ۸۶۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړی وو، خو د صدر ټرمپ ادارې اعلان کړی وو چې د پاکستان ۳۰۰ میلیونه ډالرمرسته به کموي، دا مرستې د هغو ۸۰۰ میلیونه ډالرو یوه برخه وه چې امریکا یې پاکستان ته د ترهګرۍ پر ضد مبارزې لپاره ورکوي.

ویل کیږي چې له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا امریکا پاکستان ته شاوخوا ۱۴ میلیارده ډالر ورکړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

تر دې مخکې امریکا پر پاکستان پوځي مرستې هم کمې کړې وې او له پاکستان سره یې د اېف-۱۶ جټ الوتکو د خرڅولو یا پلورلو قرارداد هم منسوخ کړی دی. داسې ویل کیږي چې په وروستیو کلونو کې له اسلام اباد سره د واشنګټن مرستې په بیساري ډول کمې شوي دي.

XS
SM
MD
LG