لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې مسلمانانو خلاف حملو کې اضافې ټولنه د تشویش سره مخ کړې


په سین برنډینو کې د وژل شوو خلکو لپاره په یو جومات کې د مختلفو مذهبونو خلک راجمع شوي دي
په سین برنډینو کې د وژل شوو خلکو لپاره په یو جومات کې د مختلفو مذهبونو خلک راجمع شوي دي

د کیلیفورنیا ریاست په سین برنډینو ښار کې د پاکستانۍ میرمن تاشفین ملک او د هغې خاوند امریکائي شهري سیدرضوان فاروق د لاسه د دسمبر په دویمه نیټه ١۴ کسانو د وژل کیدو ورسته په امریکا کې د مسلمانانو او جوماتونو خلاف حملو کې اضافه شوي ده او گڼ شمیر داسې واقعات شوي دي چې مسلمانان په جسماني توگه زورول شوي او یا ورته دړکې ورکړی شوي دي.

مسلمانانو د ټولنې مشران وايي د نفرت په بنیاد کیدونکو دغه جرائم د تشویش سبب دی خو دا غیر متوقع نه دي.

په سین برنډینو کې تاشفین ملک او د هغې خاوند سیدرضوان فاروق په یوه دستوره ډزې وکړي. په نتیجه کې ١۴ کسان وژل شو. ورسته دواړه ښځه او خاوند پولیس سره د ډزو په تبادله خپله هم وژل شو. مامورین وايي د سین برنډینو حمله د مذهبي ترهگرۍ واقعه ده.

د سین برنډینو په پیښې ورسته د امریکې په مختلفو ښارونو کې مسلمانانو خلاف حملې شوي دي.

په نیویارک کې د مسلمانانو خلاف په یوه مظاهره کې یو کس د جنوبي ایشیا سره تعلق لرونکو د ریسټورینټ په کارونکو حمله وکړه. د کیلیفورنیا په سیکرمنټو ښار کې د یوې ښځې خلاف په دې وجه تفتیش شورو شوی دی چې هغې په یو پارک کې په دوه مسلمانانو سړو هغه وخت خپله کافي وغورځوله چې مونځ يي کولو.

د فلوریډا ریاست په پام بیچ ښار کې حمله کونکو په یو اسلامي مرکز کې کړکې مات کړل او فرنیچر يي تس نس کړو. ځائې په ځائې نور جوماتونه هم په هدف کړی شوي دي چې یو پکې د کیلیفورنیا په صحرا کې دی چې د اور بم ورته اچول شوی دی.

د شهري حقوقو تنظیم امریکن سول لیبرټیز یونین د درځنونو په شمیره کې په جوماتونو حملې رپورټ کړې دي. تنظیم وايي په جوماتونو حملې د مذهب د ازادۍ خلاف ورزي ده.

ایني زون ویلډ مسلمز فار پروگریسیو ویلیوز نوم تنظیم چې د نوم مطلب يي د ترقي پسند اقدارو مسلمانو دی، وايي د ترهگر حملو د هغه خلکو لاسونه خلاص کړل چې د وړاندې نه يي په زړونو کې قهر او تعصب پروت وو. ایني زون ویلډ وايي مسلمانانو خلاف د حملو واقعات که څه هم د خفگان خبره ده خو دا غیر متوقع نه دي او مسلمانانو خلاف کرکه د ډیر وخت راهسې جوشیده.

د اسلامک سوسائټي اف کورنو نارکو نومې تنظیم یوسف باربر وايي د حملو د لاسه مسلمانان لکه چې په میخونو او ستونو ولاړ دي. اووه څلویښت کلن افریقائي امریکائي یوسف باربر وايي د جنوبي ایشیا، شمالي افریقا، ختیز یورپ او د منځني ختیز یا خلیجي هیوادونو مسلمانان د خپل رنگ روغن په وجه په ډاگه مسلمانان ښکاري نو ځکه ورته د نورو په مقابله زیاته گرانه ده.

یوسف باربر وايي د یو څو بې لارې کسانو کارونو د مسلمانانو اکثریت د مسلو سره مخ کړې دي. هغه ویل د هغه د جومات ځېنې کسانو کوښښ شورو کړی دی چې نورو خلکو ته وايي مسلمانان امن پسند، قانون منونکي شهریان دي او یوازې په خپل مذهب عمل کول غواړي.

د تاشفین ملک او سیدرضوان فاروق واده تیر کال شوی وو. دواړو نه د شپږ میاشتو لور پاتې شوي دي. تاشفین ملک د ژوند زیات وخت په سعودي عرب کې د خپل مور او پلار سره تیر شوی وو.

مامورینو د سین برنډینو د پیښې په لړ کې انریکی مارکیز نومې کس هم نیولی دی. په هغه شک چې د سیدرضوان فاروق سره يي په شریکه په کال ٢٠١١ او یا په کال ٢٠١٢ کې د حملې دپاره وسله اخیستې وه خو بيا يي حمله وو نه کړه.

ماها هلال د شهري حقوقو غیر حکومتي تنظیم نیشنل کوالیشن ټو پروټیکټ سول فریډیمز دپاره کار کوي وايي ځېنې خلک دا گمان کوي چې گني مسلمانانو ته معلومه وي چې په ټولنه کې يي څه کیږي خو څو پې خبروي نه.

ماها هلال د صدر براک اوباما دې خبرې سره اتفاق نه لري چې گني مسلمانان دي په هغه نظریاتو غور وکړي چې له امله يي په ټولنه کې خلک د ترهگرۍ نظریات خپلوي. هغه وايي امریکائي مامورین لکه عادتاً د یو څو کسانو په جرمونه په مجموعي توگه ټول مسلمانان گرموي خو دا اصول د نورو مذهب منونکو دپاره نه استعمالوي.

د مسلمز فار پروگریسیو ویلیوز نومې تنظیم ایني زون ویلډ مسلمانانو د گرمولو یو سبب دا هم دی چې لخوا يي په موثره توگه څه تردید مخې ته نه راځي.

د نیوگراونډ: ای مسلم جویش پارنرشپ فار چینج نومې تنظیم صالحه خان ځان په فخر خپل شناخت د یوې امریکائي مسلمانې میرمنې په حېيث کوي او وايي مسلمانانو خلاف فضا په کال ٢٠١٦ کې کیدونکو صدارتي انتخاباتو کې د ممکنه امیدوارانو ډونلډ ټرمپ او بن کارسن تقریرونو هم خرابه کړې ده .

په سین برنډینو کې د حملو ورسته ډونلد ټرمپ امریکې ته د مسلمانانو په راتگ د پابندۍ غوښتنه کړې ده او بن کارسن ویلي مسلمان امریکې د صدارت اهل نشې کیدی. صالحه خان وايي مسلمانان په انفرادي توگه د سوشل میډیا دلارې او عامو خبرو اترو کې مسلمانانو خلاف د منفي تاثر ختمولو کوښښونه کوي.

یوسف باربر وايي مختلف مذهبونه خپل منځ کې همکارۍ او د مشترکه اقدارو د لارې هم اهنگۍ ته وده ورکولی شي. یوسف باربر کورونا نارکو کې د بین المذهبې ټولنې انټرفیت ایسوسي ایشن مشر دی او په خپل جومات کې مذهبي اهنگۍ دپاره د شمعو روښانه کولو دستوره ویجل کړې وو. په دغه دستوره کې مسلمانانو ترڅنگ یهودیانو او عیسیانو هم شرکت وکړو.

خپلو ویناگانو کې مسلمانانو ویل لکه د نورو مذهبونو د خلکو په رنگ مسلمانان هم د سین برنډینو پیښې غمژن کړې دي. د شمعو بلولو په دغه دستوره کې یو مسلمان ویل خپلې لور ته به څه وايي چې د سکول نورو ماشومانو ترې تپوس وکړي چې ته هم ترهگره يي؟

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG