لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن سره نژدې د مسلمانې جینۍ په قتل کې پولیس یو تن گرفتار کړی دی


د ال ډیلس ایریا مسلم سوسایټي یا ایډمز په نوم جومات او اسلامي مرکز په شا او خوا علاقه کې تر ټولو لوې جومات دی. د ایډمز په ویب پاڼه لیکل شوي چې دغه جومات په کال ١٩٨٣ کې جوړ شوی دی او په جومات کې په یو وخت کې ٧٠٠ کسان مونځ کولی شي
د ال ډیلس ایریا مسلم سوسایټي یا ایډمز په نوم جومات او اسلامي مرکز په شا او خوا علاقه کې تر ټولو لوې جومات دی. د ایډمز په ویب پاڼه لیکل شوي چې دغه جومات په کال ١٩٨٣ کې جوړ شوی دی او په جومات کې په یو وخت کې ٧٠٠ کسان مونځ کولی شي

د امریکې سرښار واشنگټن سره نژدې په ورجینیا ریاست کې پولیس د یو جومات په خوا کې د ١٧ کلنې مسلمانې جینۍ د قتل په لړ کې یو کس گرفتار کړی دی.

د مسلمانې جینۍ د قتل دغه پیښه د اتوار، یک شنبې، په سحر د پیشمنې په وخت د ورجینیا سټرلنگ کلي د ایډمز سینټر په نوم مرکزي جومات سره نژدې شوي ده.

د پولیس چارواکو په وینا د جینکو یوه ډله د جومات نه نژدې یو ریسټورانټ د پیشمني لپاره روانه وه چې موټر کې یو تن سره يي په څه مسله د خبرو جنگ ونښتو. ددغه سړي د موټر نه په راکوزیدو جینکو جومات ته منډه کړه خو دغه ١٧ کلنه جینۍ وغورځیده، حمله کونکې وهله او خپل موټر کې يي بوتله.

ددې ورسته پولیس په علاقه کې د تښتول شوي جینۍ لټون شروع کړو او ورسته د اوبو یو ډنډ کې یو مړی يي ترلاسه کړو. چارواکي گمان کوي چې دا هم ددغه جینۍ مړی دی.

پولیس د قتل په لړ کې ٢٢ کلن مشکوک تن په داسې حال کې گرفتار کړو چې په وارخطايي کې يي په سړک موټر چلولو. د گرفتار تن شناخت د مارنټز ټوریس په نوم شوی دی.

پولیس دا امکان نه دی رد کړی چې گنې دغه قتل به د نفرت په بنیاد شوی وي.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د جومات د منتظمینو له قوله وايي چې څلور یا پنځه جینکۍ جومات سره خوا کې ریسټورانټ ته د پیشمني دپاره روانې وې چې حمله پرې وشوه.

د ال ډیلس ایریا مسلم سوسایټي یا ایډمز په نوم جومات او اسلامي مرکز په شا او خوا علاقه کې تر ټولو لوې جومات دی.

د ایډمز په ویب پاڼه لیکل شوي چې دغه جومات په کال ١٩٨٣ کې جوړ شوی دی او په جومات کې په یو وخت کې ٧٠٠ کسان مونځ کولی شي.

د ورجینیا ریاست نایب گورنر او نورو حکومتي چارواکو د قتل د واقعې غندنه کړې ده. په خپل بیان کې د ریاست نایب گورنر وویل دا انتهايي درونکې پیښه ده او په ورجینیا کې هیڅ قسمه تشدد ځای نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG