لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د کانگرس مسلمان غړی: داعش دقاتلانو، د جنسي تیري کونکو ډله ده


په امریکا کې د مسلمانانو د حقوقو یو تنظیم کاونسل ان امریکن اسلامک ریلیشنز کیت کانگرس مین کیت ایلیسن ته داعش د دړکې غندنه کړې ده. تنظیم ویلي د مشر ایاد اواد تصویر هم ددغه بیان سره چاپ شوی په کوم بیان کې چې داعش کیت ایلیسن ته دړکه ورکړې ده
په امریکا کې د مسلمانانو د حقوقو یو تنظیم کاونسل ان امریکن اسلامک ریلیشنز کیت کانگرس مین کیت ایلیسن ته داعش د دړکې غندنه کړې ده. تنظیم ویلي د مشر ایاد اواد تصویر هم ددغه بیان سره چاپ شوی په کوم بیان کې چې داعش کیت ایلیسن ته دړکه ورکړې ده

دداعش له خوا هغه ته د مرگ د گواښ په جواب کې د امریکې د کانگرس مسلمان غړي کیت ایلیسن ویلي "داعش د دروغجنو، قاتلانو، تشدد کونکو او د جنسي تیري کونکو مجموعه ده."

په خپل یو بیان کې کیت ایلیسن وویل د هغه په علم کې یو هم داسې مسلمان نشته چې دداعش د اسلام د تشریح سره اتفاق لري.

"دا حقیقت چې زه د داعش په خراب نظر کې یم، ښائي چې زه د انصاف، برداشت او د اجتماعي نړۍ دپاره جنگیږيم،" ښاغلي ایلیسن مطبوعاتو ته د شورو، چارشنبې، په ورځ شائع شوي بیان کې وویل.

د کانگرس د غړي د بیان نه وړاندې داعش په خپلو حامیانو د کیت ایلیسن او په غربي نړۍ کې میشته د نورو مسلمانانو د وژلو غږ کړی دی.

دداعش گواښ په انټرنیټ چاپ شوی چې پکې دداسې کسانو فهرست شامل دی ډلې ورته په امریکا، کینیډا او اسټریلیا کې په "سیاسي توگه فعاله مرتدان" ویلي دي. په دغه فهرست کې کیت ایلسین او د کانگرس دویم مسلمان غړي نومونه هم شامل دي.

په امریکا کې د مسلمانانو د حقوقو یو تنظیم کاونسل ان امریکن اسلامک ریلیشنز کیت کانگرس مین کیت ایلیسن ته داعش د دړکې غندنه کړې ده. تنظیم ویلي د مشر ایاد اواد تصویر هم ددغه بیان سره چاپ شوی په کوم بیان کې چې داعش کیت ایلیسن ته دړکه ورکړې ده.

په انټرنیټ داعش د بیان سره د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي عکس هم لگیدلی دی چې په وینو سره چاړه يي نیولي او وايي په فهرست کې یوازې هغه خلک بخښنه ترلاسه کولی شي څوک چې "خپل ځانونه امارت اسلامي ته تسلیم کړي."

د داعش په فهرست کې د نورو مسلمانانو ترڅنگ د پخواني خارجه وزیرې او د صدارت امیدوارې هیلري کلنټن مرستیاله هما عابدین او او ايي سي دپاره د امریکې پخوانی استازی رشاد حسین شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG