لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي الوتکو کرد ملېشې ته د هوا نه سامانونه غورځولي دي


د ترکي په پوله د شام په کوباني علاقه باندې د دولت اسلامي د جنگيالو او کرد ملېشې ترمينځ د تېرو څو اوونو راهسې جگړه روانه ده .
د ترکي په پوله د شام په کوباني علاقه باندې د دولت اسلامي د جنگيالو او کرد ملېشې ترمينځ د تېرو څو اوونو راهسې جگړه روانه ده .

امريکايي پوځ وئيلي ، د الوتکو د لارې يي د شام په ختيزې علاقې کوباني کې د دولت اسلامي په ضد جنگېدونکې د کردانو ملېشې ته جنگي او نور طبي سامانونه غورځولي دي . راپورونه وايي دغه سامان په عراق کې د کرد چارواکو لخوا ورکړی شوی ، او د امريکې د مال بردار هوايي الوتکې د لارې غورځول شوی دی .

د امريکي د مرکزي کمانډ ترمخه کوباني کې کرد ملېشې ته سامانونه د اتوار په ورځ ناوخته ورسؤل شوي دي ، او د دغې سامان مقصد په کوباني باندې د دولت اسلامي د وسله والو د قبضې مخه نيول دي .

د ترکي په پوله د شام په کوباني علاقه باندې د دولت اسلامي د جنگيالو او کرد ملېشې ترمينځ د تېرو څو اوونو راهسې جگړه روانه ده .

بل لور ته د اتوار په ورځ د ترکي صدر رجب طيب اردگان وئيلي ، چې کردانو ته وسله نه ورکوي ، ولې چې د هغه په وينا د کرد ملېشا د کردستان ورکرپارټۍ په ډول ده ، کومه پارټي چې ترکي او امريکا ترهگره ډله گڼي .

اردگان وئيلي ، ٫٫ د ترکي د حکومت نه دغه طمه ساتل به ډېر غلط وي ، چې مونږ په اعلاني توگه د نيټو خپل اتحادي ملک امريکې سره په دغې ډول مرسته کولو ٫٫ هو ٬٬ وکړو ، او دغه رنگ طمع زمونږ نه ساتل نه دي پکار ٬٬ .

د ترکي د صدر دغه بيان د امريکې د هغې بيان وروستو مخې ته راغلی ، چې پکې وئيل شوي ؤ امريکې په لمړي ځل شام کې د کردانو سياسي پارټۍ ٫٫ کرد ډيموکريټک يونين پارټۍ ٬٬ سره نېغ په نېغه مذاکرات کړي دي . او د دغې پارټۍ په کوباني کې د دولت اسلامي په ضد جنگېدونکو کرد ملېشې سره اړيکي دي .

د امريکې د خارجه وزارت يو وياند وئيلي چې په يوه ليدنه کې د دولت اسلامي په ضد د کومې مربوطې کاروايۍ څرگندونه نه شي کېدی ، او زياته کړې يي ده چې امريکا په دغې لړ کې د ترکي تحفظات په نظر کې ساتي . خو دا وخت دواړو هيوادونو ته د يو شريک دښمن مقابله کول دي .

يو امريکايي اعلي چارواکي مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، چې صدر باراک اوباما د خالي په ورځ د ترکي صدر سره په خبرو کې هغه ته وئيلي ؤ ، چې د امريکي پوځ به د پوځي الوتکو د لارې سامانونه غورځوي .

د امريکې صدر باراک اوباما د سيمي څخه د نزدې لس لکه کډوال شوؤ خلکو په مېلمستيا د ترکي ستائينه هم کړې ده . ترکي ته په کډه شوؤ خلکو کې د څلورو لکو تعلق د کوباني سره دی .

د امريکايي چارواکو په وينا کوباني کې ملکي وگړي د مرگ ژوبلو سره مخ دي ، او سيمه کې د تازه سامانونو ورسؤل نه يواځې انساني زمه واري ده بلکې يو مقصد يي د دولت اسلامي په وسله والو گوزار هم دی .

د دولت اسلامي جنگيالو د عراق او شام ځينې برخې په قبضه کې اخيستي ، او د امريکي په مشرۍ اتحادي ملکونه د فضا د لاري په هغويي حملې کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG