لاس رسیدونکی لینک

جان کیري: د اسرائیل او فلسطینیانو د امن عمل په نازک پړاو


جان کیري وویل امریکا به په خپل وس کې هره چاره استعمالوي چې دواړه فریقین یواځائې کي او د مفاهمت او جوړ جاړي په لوري يي بوځي خو حتمي فیصله به دوي خپله کوي
د امریکې خارجه وزیر جان کیري چې د تیرې څه مودې راهسې منځني ختیز کې د امن د کوششونو په لړ کې اسرائیلي او فلسطیني مشرانو سره په صلاح مشوره کې مصروف دی، ویلي د امن عمل نازک پړاو ته رسیدلی دی.
خارجه وزیر جان کیري وویل منځني ختیز کې د امن عمل په وړاندې بوتلو دپاره امریکائي مرکچیانو اسرائیلي او فلسطیني چارواکو سره بیگا ناوخته، تر پېشمني مال، خبرې اترې وکړې.
جان کیري وايي دا په څرگنده ډول یو نازک وخت دی. خبرې اترې لا خلاصې نه دي. د تیرو څو ورځو په مهال راپوته شوو پوښتنو باندې اختلافات کم کړی شوې وو خو اوس هم خالي ځائې موجود دی او پکار ده چې زر تر زره ډک کړی شي.
په تیرو څو ورځو کې راپورته شوي حالاتو د تیرو اتوو میاشتو د امن مذاکراتو کې تر ټولو لوې مشکلات راودرولې دي. اسرئیلې کابېنې د فلسطیني قیدیانو د اخیري ټولگۍ د ازادولو منظورې نه ده کړي او فلسطیني چارواکو ١٥ نړي والو تنظیمونو کې د شمولیت دپاره ووټونه اچولې دي چې په نتیجه کې يي د ملگرو ملتونو لخوا زیات رسمیت ته ور نزدې کیدی شي.
جان کیري وايي اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو او فلسطیني صدر محمودعباس دواړو ته خپل حدونه معلوم دي او په دې خبر دي چې حساس ماملات څه دي. هغه وویل جگړه د فلسطیني ریاست په قیام نه ده بلکه اختلاف په دې خبره دی چې دا هدف په کومه طریقه د ترلاسه کیدی شي.
جان کیري وايي دا به د دواړو دپاره د لوې خفگان خبره وي چې د حتمي حیثیت په لړ کې د معاهدې موقع د لاسه ورکړي، د خبرو اترو په طریقه کار اختلاف پکار نه ده چې د مذاکراتو مخه ونیسي.
جان کیري وویل امریکا به په خپل وس کې هره چاره استعمالوي چې دواړه فریقین یواځائې کي او د مفاهمت او جوړ جاړي په لوري يي بوځي خو حتمي فیصله به دوي خپله کوي.
جان کیري وايي امریکا د امن په لورې د اسرائیل او فلسطینیانو مرسته کولی شي او زور پرې راوړلی شي خو بنیادي فیصلې او مفاهمتونه به يي مشران خپله کوي.
د منځني ختیز دواړه فریقین په یو بل د امریکې په منځگړيتوب کیدونکو خبرو اترو د معاهدې د خلاف ورزۍ الزامات لگوي. د خبرو اترو دپاره د وړاندې نه ټاکلی شوی میعاد دا میاشت سرته رسیدونکی دی.
XS
SM
MD
LG